د لاس رسي وړ اتصالات

په ونزویلا کې د روسیې پوځي شتون زیاتیږي


د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هیواد یې د روسیې د پوځي متخصصینو د شمیر د زیاتوالي په لټه کې دی.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر هورهي اریزا، د دوشنبې په ورځ (مۍ ٦) په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرگي لاوروف سره له کتنې وروسته وویل "اوس روسي متخصصین په ونزویلا کې شته او د هغوی د شتون د زیاتوالي امکان هم شته".

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا متحده ایالت او روسیه یو بل د ونزویلا په کړکیچ کې په لاسوهنې تورنوي.

روسیه د کلونو راهیسې د ونزویلا سره نژدې او ټینگې پوځي اړیکې لري او هغه هیواد ته الوتکې او وسلې هم برابروي.

د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولاس مادورو او د مخالفینو د مشر هوان گوایدو ترمنځ د تاوتریخوالي وروسته روسیې هغه هیواد ته خپل پوځي سلاکاران ولیږل.

روسیه، چین او ایران د مادورو د حکومت ملاتړ کوي او متحده ایالات او ٥٠ نور هیوادونه د ونزویلا د حکومت د مخالف گوند د مشر هوان گوایدو ملاتړ کوي او هغه ددې هیواد د موقت جمهور رئیس په توگه پیژني.

XS
SM
MD
LG