د لاس رسي وړ اتصالات

توفان او بوړبکۍ د امریکا تنیسي ایالت کې ١٩ تنه وژلي


د سه شنبې په ورځ سهار وختي یو توفان او بوړبکۍ د تنیسي ایالت وځپه، لږ تر لږه ۴٠ ودانۍ یې ونړولې او شاوخوا ١٩ تنه یې ووژل.

ددغه بوړبکیو یوه یې د تنیسي ایالت په مرکز نشویل ښار پریوته چې د یوې تاریخي کلیسا سربیره یې ګڼو ودانیو ته تاوان ورسولو او په سلگونو کسان یې بې کوره کړل.

د اسوشیتیدپرس اژانس د رپوټ له مخې له توفان وروسته د ښار په کوڅو کې نړیدلي دیوالونه او د کورونو چتونه لیدل کیدل. همداشان د بریښنا غوڅ شوي مزي او سترې نړیدلې ونې هم تر سترگو کیدلې.

پدې ښار کې ددغه توفان په وجه ښوونځي تړل شوي، ترانسپورتي چارې دریدلي، یو هوایي ډگر او ګڼ شمیر دفترونه بند دي.

د سه شنبې په ورځ د مړینو کچه ١٩ ته ورسیدله او د تنیسي ایالت د بېړني ماموریت ویاندې مگي هنان وویل چې پولیسو او اطفایې د څو ساعتونو لټون وروسته یو شمیر ژوندي او مړي د غورځیدلو ودانیو لاندې موندلي دي.

د نشویل ښاروال جان کوپر نن د سه شنبې په سهار په یو خبري کنفرانس کې وویل چې "تیره شپه ددې ښه مثال و چې ژوند څومره نازک او حساس دی".

XS
SM
MD
LG