د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکول کیږي


د تخار ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکول کیږي
د تخار ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکول کیږي

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د تخار په خواجه بهالدین، دشت کلا او بهارک ولسوالیو کې یې د ښوونکو لپاره د ځانګړو ښارګوټو د جوړولو په موخه هغوی ته د کورونو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر حمید الله حمیدي چې تخار ته یې د ښوونکو د ښارګوټي د پرانستلو او د هغوی د وړتیا د ارزولو په موخه سفر کړی و په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د ښوونکو د دغه ښارګوټي د پرانستلو په مهال وویل چې د دغه ښارګوټو په جوړیدو سره به د یادو شوو ولسوالیو ۹۰۰ ښوونکي د خپل کور څښتنان شي.

"په خواجه بهاوالدین، دشت کلا او بهارک ولسوالیو کې مو د ښارګوټو د جوړولو چارې پیل کړې، تخار ته زما د راتګ موخه هم ښونکو ته د کورونو د نمرو وېشل ده، په ټول تخار کې ۹ سوه نمرې دي چې ۳۳۳ نمرې په بهارک کې دي، ۳۳۴ نمرې په دشت کلا ولسوالۍ کې دي او ۲۳۸ نمرې په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې دي"

هغه وايي چې په مرکز تالقانو کې يې ښوونکو ته د ورته ښارګوټي د جوړولو هڅه کوي، چې په وینا یې د دغه ښارګوټي لپاره د ښاروالۍ، ولایت او د کرنې ریاست په مرسته د ځمکې د موندولو په لټه کې دي، هغه زیاتوي ټولې هغه ولسوالۍ چې دولتي ځمکې ولري دوی په کې ښوونکو ته ښارګوټي جوړوي.

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین وايي چې دوی هڅه کوي چې د ښوونکو سره د کور جوړونې په برخه کې هم مرسته وکړي.

"د پوهنې وزارت هڅه کوي چې خصوصی سکتور او شرکتونه وهڅوي چې دغه ښار ګوټي جوړ کړي او په څو قسطونو کې يې پيسې له ښوونکو څخه واخلي. د کابل په تهیه مسکن کې مو دغه کار تجربه کړې، ښارګوټي د شرکت له خوا جوړېږي، او پیسې بیا وروسته د ښوونکو له لوري شرکت ته ورکول کېږي. لومړی ځمکې وېشل کېږي، د ښوونځي ځای، شنه ساحه، سړکونه ټول ډېزاین کېږي او وروسته بیا کار پرې شروع کېږي"

هغه وايي چې د پوهنې وزارت ژمن دی ښوونکو ته د ژوند ښې زمینې برابرې کړي. هغوی ته ښارګوټي جوړ کړي، د مسلکي پوهې کچه یې لوړه کړي او د امکان تر حده یې تنخوا وې زیاتې کړي.

ښاغلی حمیدي زیاتوي چې د همدې هڅو په لړ کې یې تر دې دمه د ښوونکو تنخوا دوه برابره شوې ده.

ښوونکي هم هغوی ته د کورونو لپاره د نمرو په ورکولو خوښي څرګندوي او وايي چې د دغه ښارګوټو په جوړیدو سره به د دوی هغه ستونزې حل شي چې دا وخت ورسره دوی د سرپنا د نه درلودلو له امله لاس او ګریوان دي.

د خواجه بهاالدین د نجونو د لېسې یوه ښونکې محبوبه عزیزي وايي:

"د خوښۍ احساس کوم چې د یوې ښوونکې په صفت چې د خلکو هیواد د بچیانو په روزنه بوخته یم راته د کور یوه نمره راکړل شوه. باید ټول ښوونکي له دغو حقونو څخه برخمن شي. دا هیله هم لرم چې د ښارګوټو ترڅنګ د ښوونکو بچیانو ته د ښې روزنې زمینې برابرې شي، په ښارګوټو کې روزنتونونه جوړ شي"

د پوهنې وزارت وايي چې ښوونکو ته د ښارګوټو د جوړولو لړۍ څلور کاله دمخه د ولسمشر په فرمان په ۱۹ ولایتونو کې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې د سل زره کورونو نمرې منظور شوې دي چې تر دې دمه څه باندې ۴۳ زره نمرې وېشل شوې دي. خو دغه وزارت په پام کې لري چې سږکال په ټول افغانستان کې ۱۳۹۰۰ نورې نمرې وویشي.

XS
SM
MD
LG