د لاس رسي وړ اتصالات

ټویوټا او مازده په امریکا کې په ګډه شرکت جوړوي


د جاپان د موټر جوړونې تر ټولو غټ شرکت ویلي دي چې مازده سره په ګډه په متحده ایالاتو کې د یو عشاریه شپږ ملیارده ډالرو په ارزښت د موټر جوړونې شرکت جوړوي.

تمه کیږي چې دغه شرکت د جوړیدو کار به په ۲۰۲۱ میلادي کال کې بشپړ شي او په کال کې به ۳ سوه زره موټر جوړوي. مازده او ټویوټا ویلي دي چې پدې شرکت کې به څلور زره کسانو ته کار روزګار پیدا شي.

د ټویوټا د شرکت رئیس اکیو ټویوډا په یوې اعلامې کې ویلي دي چې " دواړه شرکتونه په ګډه پلان لري چې تر پخوا ډیر ښه موټر جوړ کړي."

ټویوټا او مازده ویلي دي د ګډ کار له برکته به هغوي وکړی شي چې د برقي موټرو په ګډون داسې موټر جوړ کړي چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال وي.

پدې شرکت کې به د ټویوټا شرکت د مازده د شرکت پنځه په سلو کې ګټه اخلي او په بدل کې به یې د مازده شرکت ته د ټویوټا د شرکت صفر عشاریه دوه پنځه په سلو کې برخه ورکړل شي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو پر وخت د ټویوټا شرکت ته خبرداری ورکړی و چې ولې یې شرکت په مکسیکو کې جوړ کړی او د امریکا د خلکو کارونه یې بهر وړي دي.

ښاغلي ټرمپ پخپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا د "امریکايي تولیداتو لپاره یوه ستره پانګه اچونه ده."

XS
SM
MD
LG