د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ۱۱ نورو هېوادونو ستر تجارتي تړون بشپړ کړ


د ارام سمندر د سیمې د هېوادونو د تجارت وزیران د اتلانتا په ښار کې د غونډې مخکي
د ارام سمندر د سیمې د هېوادونو د تجارت وزیران د اتلانتا په ښار کې د غونډې مخکي

د امریکا متحده ایالاتو، جاپان او د ارام سمندر لسو هېوادونو نن د دوشنبې په ورځ د آزاد تجارت یو ستر تړون بشپړ کړ چې په لړ کې به یې د سوداګرۍ پر وړاندې پراته خنډونه ایسته کېږي او د نړۍ د تقریبا ۴۰ فیصده تجارتي کاروبار دپاره به قوانین او مقررات ټاکل کېږي.

د آرام سمندر د دواړو خواوو د هېوادونو تجارتي ټرون یا د ټرنس پسکفیک پارتنرشیبنن د امریکا د جورجیا ایالت د اتلنتا په ښار کې بشپړ شو. پر دې تړون باندې تقریبا ۷ کاله مزاکرات وشول او ځیني وخت به هم مزاکرات جنجالي کیدل ځکه پر زراعتي توکو، لبنیاتو، نویو موټرو، وروستي ټیکنالوژیکي توکو، دارو درملو او نورو توکو باندې ځیني تجارتي بندیزونه وضع شوي وو.

دغه راز د دې تړون پر وړاندې د چاپریال ساتنې مزاکراتو او د کارګرانو مقرراتوهم خنډونه ایجاد کړی وو او په دې هکله زیات مزاکرات وشول چې څنګه ددې تړون د تطبیق په صورت کې چاپیریال ته پاملرنه وشي او د کارګرانو حقوق د پامه ونه غورځول شي.

ویل کېږي چې اړونده چارواکي به د دوشنبې په ورځ ناوخته ددې بشپړ شوي تړون جزیات خپاره کړي. مخکي له دې نه چې تړون پلي شي، باید د دولسو سرو هېوادونو مقننه قوې یې تصویب کړي. دا په داسې حال کې ده چې په هر هېواد کې بیلابیلو صنعتي ډلو جدي کمپاینونه کړي چې د وارداتو په مقابل کې خپل داخلي توکي وژغوري او دغه راز نورو هېوادونو ته د داخلي تولیداتو د صدور لارې چارې هوارې کړي.

د اوباما یوه ستره لاسته راوړنه

د دې تړون بشپړیدل د امریکا د ولسمشر دپاره په خارجي سیاست کې یوه ستره لاسته راوړنه ده که څه هم چې په کانګرس کې ددې تړون تصویبیدل نامعین ښکاري ځکه د کانګرس غړي ښايي تر راتلونکي کاله پوري غور پر ونکړي.

ولسمشر اوباما ددې تجارتي تړون دپاره ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې او ان د خپلو ډیموکراتو متحدینو د مخالفت سره مخ شو چې ویل یې یادشوی تړون به ددې سبب سي چې امریکایان خپلې وظیفې دلاسه ورکړي ځکه په امریکا کې میشتې تولیداتي فابریکې به هغو هېوادونو ته خپل د تولیداتو برخې انتقال کړي چیري چې د کارګر مزد لږ وي.

په عین حال کې جمهوري غوښتونکي چې د کاروبار او تجارت ډیر پلویان دي، د نورو مسلو برعکس د ولسمشر اوباما ددې تړون طرفداره دي.

په امریکا کې به ددغه تړون بشپړېدل د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په خاطر مغلق شي او د امریکا کانګرس ښايي دغه مسله تر ۲۰۱۷ کاله پوري پرېږدي کله چې نوی ولسمشر خپله دنده پیل کړي.

زیات شمیر اقتصادي کارپوهان په دې نظر دي چې دغه تجارتي تړون کولای شي چې د چین د اقتصادي رشد او نفوذ مخه ونیسي چې د نړۍ دویم ستر اقتصاد دی. که څه هم په دې ورستیو کې د چین اقتصاد کمزوری شوی دی خو اوس هم د نړۍ په کچه زیات تاثیرات لري.

د دوشنبې د ورځې په تړون کې د ارام سمندر دواړو خواوو تهد جاپان او امریکا ترڅنګ، کاناډا، مکسیکو، پیرو، چیلي، ویټنام، نیوزیلاند، آسټرالیا، بروني، سنګاپور او مالیزیا شامل دي.

XS
SM
MD
LG