د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په انتخاباتو کې د طالبانو په اړه یو بحث


د امریکا د ایریزونا په ایالت کې د سنا د انتخاباتو د مناظرې په مهال د جمهوري غوښتونکې گوند غړې مارتا مکسیلې د دیموکرات گوند په کاندیدې کرسټین سینیما د غدارۍ تور لگولی دی

جمهوري غوښتونکې مکسیلې چې د امریکا د هوایي قواو پخوانۍ پیلوټه ده، د دیموکرات سینیما یوه پخوانۍ خبره چې هغې په ٢٠٠٣ کال کې په یوې راډیویي خپرونې کې کړې وه، د هغې ضد وکاروله.

سي این این وایي چې په ٢٠٠٣ کال کې اغلې سینیما د عراق د جنگ ضد په یوې راډیو خپرونې کې برخه لرله. په دغه بحث کې د خپرونې کوربه وویل چې دې غواړي د طالبانو سره یوځاې په جگړې کې برخه واخلي، اغلې سینیما ورته په ځواب کې وویل، "زما پرې څه ، چې دا کار کوی، وېې کړه."

د سینیما ویاندې سي این این ته په یوې مرکې کې ویلي و چې د هغې خبره غلطه تشریح شوېده او هغې غوښتل چې د عراق د جنگ سره خپل مخالفت څرگندولو په اړه بحث ته دوام ورکړي.

اغلې سینیما د انتخاباتو لپاره په مناظرې کې د خپلې سیاسي مخالفې دغه خبرې غوسه کړله او وې ویل چې د هغې ضد یوه پخوانۍ خبره غلطه تسریح کیږي.

د یادونې وړ ده چې د د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د افغانستان په اړه د دیموکرات گوند هیلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکي گوند ډونالډ ټرمپ د افغانستان په موضوغ بحث زیات نه و کړی.

XS
SM
MD
LG