د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د تیرې شپې په چاودنه کې پنځلس تنه وژل شوي


د شاه شهید په سیمه کې د جمعې د ورځې په لومړیو کې د ځانمرګي برید له امله د سر د زیان سربیره لسګونو دکانونه او کورونه هم نړیدلي دي
د شاه شهید په سیمه کې د جمعې د ورځې په لومړیو کې د ځانمرګي برید له امله د سر د زیان سربیره لسګونو دکانونه او کورونه هم نړیدلي دي

افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د کابل د شاه شهید د سیمې د تیرې شپې په ځانمرکي برید کې پنځلس تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي هاشمي وویل "نن سهار د افغانستان جمهوررئیس په ارګ کې د خپل کاري ټیم سره په کتنه کې ددغې برید د هراړخیزې پلټنې امر ورکړ ترڅو ددغې بردلانه تروریستي برید عاملان د قانون منګلو ته وسپارل شي همدارنګه په یوه لوړه کچه دولتي کمیسیون یې وګماره ترڅو د دغې پیښط د ټپیانو او ټولو هغو سره چې په دغه پیښه کې زیان لیدلی مرسته وکړي".

ښاغلي هاشمي وویل چې ددغه برید هدف د طالبانو د مشرانو ترمنځ د مشرتابه په سر د راپورته شوي جنجالونو څخه د خلکو د پاملرنې اړول دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند د څرګندونو دمخه د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ ته د دغې پیښې د ټپیانو شمیر څلورسوه وښوده خو وې ویل چې د ټولو ټپیانو حالت د انديښنې بهر دی.

ښاغلي مایار وویل "د تیرې شپې د پیښې له ځایه ټول څلور سوه تنه ملکي هیوادول روغتون ته د درملنې لپاره را وستل شول چې د دغې ډلې درې سوه اوه څلویښت تنه چې ټپونه یې سرسري وو د درملنې وروسته کورونو ته ولیږدول شول درې پنځوس تنه په روغتون کې بشتر شوي چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی ".

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وویل چې په ټپیانو کې اته څلویښت ښځې او یوویشت ماشومان هم شامل وو.

ځینو رسنیو عیني شاهدانو له قوله د مړو شمیر اته تنه ښودلی دی.

دا برید تیرشپه یوه بجه د کابل د شاه شهید دریم سړک په سیمه کې د افغان پوځ د یو مرکز دروازې په مخ کې شوی دی.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې خلک د شپې په خپلو کورونو کې ویده وو چې ناڅاپه د یوې سترې چاودنې غږ راویښ کړل .

چاودنه دومره زورهوره وه چې غږ یې په ټول ښار کې اوریدل شوی دي.

د برید د ځای سره نږدې د اوسیدانۍ کورونه، دکانونه او اپارتمانونه را نړیدلي دي.

په یوه اپارتمان کې د محمد ګل په نوم یو کارګر چې دشپې له خوا په کې ویده کیده او په دغه برید کې سرسري ټپي شوی دی امریکا غږ ته وویل چې د چاودنې سره سم یو د اور لمبه ډیره لوړه هوا ته پورته شوه چې ورسره په ده باندې یې کوټه را پریوته او ده په ډیرو خواریو ځان د خارو او خښتو له ډیرۍ روویست.

محمد یونس په نوم یو دکاندار وویل چې دمخه یې په دغه سیمه کې دکاندارۍ کوله اوس د کنډوالي پرته بل څه نه دي پاتې.

د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیميد پیښې په باب خبریالانو ته وویل چې په برید کې چې د یو بابري موټر په واسطه شوی دی.

دا برید د شاه شهید دریم سړک په سیمه کې د ملي اردو د یو مرکز دروازې سره نږدې شوی چې له امله یې ددغه پوځي مرکز د دیوال یوه برخه هم نړیدلې ده.

خو په برید کې د عمومي سرک او په کوڅه کې دننه په لسګونو دکانونه ، اپارتمانونه اود اوسیدانۍ کورونه ړنګ شوي دي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني چې په جرمني کې د یوې اونۍ درملنې وروسته تیره شپه کابل ته راغلی نه یوازې دا چې دا برید یې په سختو ټکو غندلی بلکه په روغتون کې یې د دغې پیښې د ټپیانو نه هم لیدنه مړې ده.

د امریکا سفارت هم په یو بیان کې دا برید غندلی دی

ددې پیښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG