د لاس رسي وړ اتصالات

دونالد ټرمپ، دموکراتان او د ٢٠٢٠ ټاکنې


ولسمشر ټرمپ، مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په سپینه ماڼۍ کې د مې ١٧ مه ٢٠١٨ کال
ولسمشر ټرمپ، مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په سپینه ماڼۍ کې د مې ١٧ مه ٢٠١٨ کال

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دورې دوه کاله وخت لا پاتې دی، خو سر له اوسه د راتلونکو ټاکنو غیررسمي کمپاینونه پیل شوې دي.

نه یوازي ولسمشر ټرمپ د هرې موقع څخه استفاده کوي، بلکې یوشمیر احتمالي دیموکرات کاندیدان هم د ولسمشر د اوسنۍ دورې ختمیدو ته شیبې شماري.

ولسمشر دونالد ټرمپ دانډیانا ا یالت کې د خپل نوي انتخاباتي شعار په اړه وویل: پوهېږئ زموږ نوی شعار په ٢٠٢٠ کې څه شی دی؟ امریکا پیاوړې وساتئ.

خو ولسمشر په څرگنده په نومبر کې د کانگرس د منځنۍ دورې انتخاباتو ته اندېښمن دی. هغه وویل: هغه ستر پرمختگونه چې موږ د هېواد په کچه په وظایفو، امنیت، او پوځ کې لرو. داټول په نومبر کې له خطر سره مخامخ دي.

له بل پلوه ددموکرات گوند څو کاندیدانو په واشنگټن کې د جمهوری ریاست لپاره دانتخاباتو په اړه خپل نظرونه څرگند کړل.

د موکراته سناتوره الیزابیت وارېن وايي: خلک ویریدلي او په غوسه دي، ځکه دې ولسمشر دمکراسی زیانمنه کړېده. موږ دا له نظره نشو غورزولی او موږ باید داونه غواړ و چی له نظره ېې وغورزوو.

یوې بلې احتمالي کاندیدې وویل سږکال به دموکراتانو ته د ښځو رایو ورکوونکیو ټینگه دلچسپې دانتخاباتو په ا ړه گټه ورسوي.

کریستین جېلیبرانډ دموکراته سناتوره وايي: ددې دلیل چی موږ به ولسي جرگه او دمشرانو جرگه بیرته وگټو دادی چې ډیرې پیاوړې ، او نومیالۍ ښځې دانتخاباتو میدان ته راوړاندې شوې دي؛ او د ښځو فعالانو ځواکمنی څپې به داکار سرته ورسوي.

سناتورې ایمی کلوبوشار وویل یواز ی له ټرمپ نه سرټکونه گټه نه رسوي . پکارده چې موږ ملت ته ډیرښه بدیل وړاندې کړو.

تحلیل کوونکی جان فورټیر وايي د نورو جمهورو رئیسانو په څېر ولسمشر ټرمپ هم دا تمه لري چی جمهوری غوښتونکي به سږکال دانتخاباتو په منځنۍ دوره کې څو چوکۍ بایلي.

د بای پارټیزن پالیسیو مرکز غړی جان فورټیر وايي: زه فکر کوم چی دهغه د پلویانو مرکز به ورسره وي خو دا بله خوا په ټېنگه را پاریدلې ده او ډیر لیوال دي.

د سیاسی چارو ماهر ډیویډ ایراهام وايی د موکراتان خپلې ستونزې او جنجالونه هم لري په دې یوجنجال د هیلري کنلټن د پلویانو او برني سنډرز د پلویانو ترمنځ دنظر اختلافات دي چې ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې راڅرگند شول. هغه وايي دموکرات گوند لاتراوسه پورې په ټینگه له دې جنجال سره مخامخ دی چی د خپل گوند چپ گرایایان پر دمکرات گوند له قبضې کولو نه څنگه ایسار کړي .

کیدی شي داخبره له وخت نه لږ مخکې ښکاره شی خو ولسمشر ټرمپ او یوشمیر دموکراتانو له همدا اوس نه د ٢٠٢٠ کال انتخاباتو څرنگوالی ته په جدي نظر گوري.

XS
SM
MD
LG