د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا ته د پانگونې لپاره راشئ


ټرمپ: که امریکا پرمختګ وکړي، نړۍ هم پرمختګ کوي

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د داووس د اقتصاد په نړیواله غونډه کې د وینا پر وخت د نړۍ امنیت ته په اشارې وویل چې د افغانستان سره مرسته کوي چې دا هیواد نور د تروریزم مبدا نه اوسي.

جمهور رئیس ټرمپ د سویس په داووس کې د اقتصاد په نړیواله غونډه کې له پانگه والو وغوښتل چې په امریکا کې پانگونه وکړي او زیاته یې کړه چې د هغه په سیاستونو کې د امریکا لومړیتوب په دې معنی ندي چې د امریکا متحده ایالات دې ځانته وي.

ښاغلي ټرمپ د جنورۍ په ٢٦ د جمعې په ورځ په غونډې کې په تیر یو کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختګونو د بیان په ترڅ کې د نړۍ له پانگه والو وغوښتل چې امریکا ته راشي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل "په امریکا کې د پانگونې لپاره ډیر ښه وخت دی او زه تاسې ټولو ته بلنه درکوم. امریکا د کسب او کار ځای دی. د نویو او سترو شیانو د اختراع او جوړولو لپاره راشئ".

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې "د خلکو او پانگه والو د تقویې لپاره په امریکا کې مالیات په پراخه توگه اصلاح کړي دي. دا د ټولو لپاره ډیر ښه فرصت دی چې د پانگونې لپاره امریکا ته راشي".

د امریکا جمهور رئیس په خپله وینا کې امریکا ته د لومړیتوب د ورکولو د سیاست په هکله وویل "د امریکا د جمهور رئیس په توگه وایم چې سیاست مې لاهم د امریکا لومړیتوب دی، د هر هیواد د مشر په څیر چې خپل هیواد ته د بل هر څه په پرتله لومړیتوب ورکوي. پوه شئ هر کله چې امریکا وده کړې د نړۍ د ودې سبب شوې ده."

ښاغلي ټرمپ د خپلې وینا په یوه برخه کې د امنیت په رامنځ ته کیدو کې د امریکا هڅو ته اشاره وکړه او وویل چې "زما د کار یوه اصلي برخه د امریکا د متحده ایالاتو د امنیت تضمین دی. له امنیت پرته اقتصادي هدفونه نشي ترلاسه کیدای".

ښاغلي ټرمپ د نړۍ د امنیت په اړه په څرگندونو کې وویل چې هڅه کوي د افغانستان سره مرسته وکړي چې دا هیواد نور د تروریزم ځاله نه وي.

ښاغلي ټرمپ د کوریا د ټاپو وزمي حالاتو ته په اشارې وویل امریکا غواړي چې د کوریا ټاپووزمی د اټومي وسلو پاک وي.

د امریکا جمهور رئیس همداشان په تیر یو کال کې د داعش د سختو ماتیو یادونه وکړه او وویل چې دغه سخت دریځه ډلې تقریبا سل په سلو کې خپلې ولکه شوې سیمې له لاسه ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG