د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له عمران خان سره د افغانستان او کروناویروس په اړه غږیدلی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د امریکا جمهور رئیس د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان په سولې او همداشان په پاکستان کې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي پر مسایلو تیلیفوني خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ او د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غویي ۳) په تیلیفوني مکالمه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پر هڅو او همداشان د کروناویروس د وبا د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تیلفوني خبرې وروسته له هغه شوي دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ په دوحه کې د طالبانو له استازو او ورپسې په اسلام آباد کې د پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړې.

د رویترز اژانس وایي د افغانستان د سولې د موضوع په هکله چې تر اوسه یې لږ پر مختګ کړی دی د امریکا او پاکستان د مشرانو د تیلیفوني خبرو نور جزییات ندي په ډاګه شوي.

خو دغه آژانس د امریکایي مقاماتو په قول چې نومونه یې ندي ذکر شوي رپوټ ورکړی چې پاکستاني مقامات په طالبانو کې د پام وړ نفوذ لري، ځکه دغې ډلې ته یې امن ځایونه برابر کړي او هغوی سره مالي او پوځي مرستې کوي. دغه ډول ادعاوې تل د اسلام آباد له لورې رد شوې دي.

امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په مرکز دوحه کې د سولې تړون لاس لیک کړ چې په کې په تدریجي توګه له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل، په افغانستان کې د تاوتریخوالي راکمول او د تیر مارچ په ۱۰ د بین الافغاني خبرو د پیل موضوعګانې شاملې وې.

خو د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پر سر اختلافونه ددغو موادو پلي کول مشکل کړي دي. همداشان د جمهور رئیس اشرف غني او د هغه د انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافونه چې د انتخاباتو نتیجې نه مني او د کروناویروس د وبا د خپریدو پر ضد مبارزې هم د افغانستان په سولې او د بین الافغاني خبرو په پیل کیدو باندې سیوری اچولی دی.

XS
SM
MD
LG