د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او د پوتین په ملاقات کې به په کومو ټکو خبرې وشي


د امریکا ولسمشر ټرمپ به د جمعې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره په لومړي ځل مخامخ خبرې کوي. سپینه ماڼۍ وایي چې د دغو دواړو مشرانو د ملاقات کومه خاص ایجنډا نشته دی.

داسې ښیی ټرمپ او پوتین دواړه غواړې چې دغه ملاقات گټور وسي او د دغو دواړو ملکونو اړېکې چې د یو اوږد وخت راهیسې خرابې دي، سمې شې.

د ملاقات نه مخکې ، د امریکا د ملي امنیت شورا او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دی غور کوي چې روسیې ته څه پیغام ورکړې. د امریکا د ملي امنیت یو لوړپوړې چارواکې د امریکا غږ ته وویل چې هغوې په دی هکله د تبصرې اجازه نلري.

اوس چې دغه دواړه مشران ملاقات کوي نو اکثره خلک د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په دوران کې د ولسمشر ټرمپ د مبارزې د ټیم او د روسیې د احتمالي اړیکو په هکله هم فکر کوي.

ولسمشر ټرمپ او پوتین به د جرمني په ښار هامبرگ کې د جي شلو هیوادونو ( یعنی د نړۍ د ٢٠ سترو صنعتي هیوادونو) د غونډې په څنډه کې ملاقات کوي.

د ولسمشر ټرمپ د ولسمشر پوتین سره په ملاقات کې په لاندنۍ موضوعگانو د خبرو امکان شته دی.

د انتخاباتو هیک کیده

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٦ کال د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د روسیې د مداخلې په هکله څه ندې ویلي ځکه چې دا به په دغو انتخاباتو کې د هغه بری مشکوکه کړي.

ولسمشر ټرمپ دا هم وایي چې د انتخاباتو په وخت کې د هغه د کمپاین ټیم او روسیې هیڅ ډول اړیکې نه لرلی.

د امریکا چارواکې وایي چې روسیې د امریکا په ٢١ ایالتونو کې د انتخاباتو د هیک کولو کوښښ کړی و ځکه چې روسیې غوښتل چې ټرمپ وگټي.

داسې نښې نښانې نه ښکارې چې ولسمشر ټرمپ به په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه خبرې وکړې. خو که هغه ونکړی نو د هغه مخالفین به دا اعتراضونه وکړې چې د ملي امنیت مهمه موضوع یې د پامه غورځولې.

د روسیېې غوښتنې

روسیې دوه لویی غوښتنې لري او په دی هکله یې بیا بیا امریکا ته ویلي دي.

روسیه غواړي چې د پخواني ولسمشر اوباما په دورې کې په امریکا کې د هغوې کنگل شوې شتمنۍ ورته بیرته ورحواله کړي. د یادونې وړ ده چې دغه شتمنۍ د اوباما حکومت د هغې نه وروسته کنگل کړی چې په روسیې یې د امریکا د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د مداخلې تور ولگاوه.

په دی برسیره روسیه غواړې په امریکا کې د هغوي د دپلوماتانو څارنه بنده شي

د امریکا غوښتنې

امریکا د روسیې نه د غوښتنو خپل لسټ لري چې په سر کې یې د امریکاېي مورپلار د روسانو ماشومانو د خپلولو مسله ده، د روسیې حکومت په ٢٠١٢ کې په دغه بندیز لگولی و.

امریکا غواړې چې د روسیې سره د کلتورې ورکړې راکړې پروگرامونه پراخ کړې. د پوتن حکومت په ٢٠١٢ کال کې دغه ډول پروگرامونه راکم کړي دي.

د یوکرین موضوع

مسکو غواړې چې امریکا د یوکرین او کریمیا په مسله په هغوي لگیدلې بندیزونه لیرې کړې. دیادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو ورځو کې داسې اشارې کړې وې چې په روسیې لگیدلې بندیزونه به نرموي خو د ټرمپ ادارې بیا په پرله پسې توگه ویلي دي چې دغه به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په کانگرس کې دواړه سیاسي گوندونه په دی موافق دې چې په روسیې دی نور بندیزونه هم ولگول شي.

سوریا

د امریکا او روسیې ترمنځ یوه بله مهمه موضوع د سوریې جگړه ده. پوتن غواړې چې په سیمه کې زیات نفوذ ولرې او غواړې چې د امریکا قواوې ورسره په سوریې کې همکاري وکړي.

امریکا او روسیه دواړه په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات کوي. دغه دواړه د اسلامي دولت د ډلې په هکله خو موافق دي خو د بشار اسد په مسله اختلاف لري.

د امریکا د دفاع وزرات په سوریې کې د روسیې سره د نژدې همکارۍ وړاندیز رد کړیدی. خو په سوریې کې د دغو دواړو د همکارۍ د نشتون له امله د دواړو ترمنځ اختلاف زیات شویدي.

د امریکا قواوو په ورستیو کې د سوریې د حکومتي قواوو یوه جیټ الوتکه وویشتله چې په ځواب کې روسیې امریکا ته خبردارې ورکړ چې امریکایي الوتکې به وولې.

XS
SM
MD
LG