د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ خپل سیاسي رقیب د انرژۍ وزارت لپاره ونوماوه


د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ریک پیري د امریکا د راتلونکي انرژۍ وزیر په توګه نومولی دی.

ښاغلی پیري چې د ټکساس ایالت پخوانی والي و د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د سیالانو په کتار کې ولاړ و.

په هغه اعلامیه کې چې د ټرمپ دفتر د چهارشنبې [نوامبر ۱۴] خپره کړې په ټکساس کې د پیري د کار او خدمت ستاینه شوې ده.

ټرمپ په خپلې اعلامیې کې لیکلي چې اداره یې غواړي د امریکا له طبیعي سرچینو څخه په ګټې اخېستنې امریکایانو ته یوه نوې پانګه رامنځته کړي.

هاخوا ریک پیري د خپلې نوماندۍ په غبرګون کې ویلي "یو لوي ویاړ" دی چې د ټرمپ کابینې لپاره ټاکل شوی دی.

پیري ویلي دي چې د امریکا د انرژۍ د راتلونکي په اړه هر اړخیزو بحثونو ته سترګې په لار دی.

د بهرنیو چارو پر نوماند وزیر نیوکې

د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، د سې شنبې په ورځ [نوامبر ۱۳] د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته د تیلو یو سوداګر، ریکس ټیلرسن رسماً ونوماوه.

ټیلرسن چې د اکسون موبیل په نوم د نفتي توکو د یوې سترې کمپنۍ اجرائیه رئیس دی، د روسیې له جمهور رئیس، ویلادمیر پوتین سره توده راشه درشه لري.

منتقدین د ټیلرسن د نوماندۍ له امله غوسه دي او وایې چې هغه دیپلوماتیکه تجربه نه لري.

په داسې حال کې چې د امریکا په وروستیو ټاکنو کې د روسيې پر دخالت ناندرې ډیرې شوې دي، له روسیې سره د ټیلرسن نږدې اړیکې ممکن د سنا لخوا هغه ته د تائید پر رایو اغیز وکړي.

منتخب جمهور رئیس، ټرمپ په کراتو ويلي چې له مسکو سره ملګرتیا غواړي.

ځېنې شنونکي پدې باور دي چې ټرمپ تر سیاست زیات د معاملو شوقي دی.

XS
SM
MD
LG