د جمهوري ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د جمعې په ماښام د شیکاګو په پوهنتون کې یوه غټه غونډه وروسته له هغه لغوه کړه چې په سلګونو مظاهره کونکي د غونډې تالار ته ورننوتل.
د ښاغلي ټرمپ د کمپاین مسولین وايي چې غونډه یې د خلګو د مصونیت په خاطر لغوه کړې ده. دوي زیاتوي چې ښاغلي ټرمپ دا پریکړه وروسته له هغه وکړه چې د سیمه ایزو امنیتي چارواکو سره یې ولیدل.
ټاکل شوې وه چې د ښاغلي ټرمپ غونډې ته د ۵ زرو څخه نیولې تر ۷ زرو پوري خلګ ورشي. مظاهره کونکي غونډې ته ورننوتله او په داسې حال کې چې د ټرمپ پلویانو د هغه وینا ته انتظار ایستی، د هغه د پلویانو او مظاهره کونکو ترمنځ نښتې وشوې او د دواړو خواوو له لوري چپلاخې او سوکان وغورځول شول.
د غونډي دباندي هم مظاهره کونکي نارامه وو او هلته هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې شوي دي.
د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي غونډې په دې ورستیو ورځو کې جنجالي شوي دي. د جمعې په ورځ وختي هم د ډونالډ ټرمپ د پلویانو او مظاهره کونکو ترمنځ د سنت لویس په ښار کې نښتې وشوې.
ښاغلی ټرمپ په هغه غونډه کې د مظاهره کونکو له خوا د وینا پرمهال ۸ پلا اخلال شو او وروسته امنیتي پرسونل مظاهره کونکي د تالار څخه دباندي وایستل.
د سنت لویس د ښار په پيښه کې زیات شمیر کسان د پولیسو له خوا ونیول شول او ځیني په اخو ډب کې ټپیان هم شول . هغې غونډې ته هم په زرګونو خلګ ورغلي وو چې د ټرمپ وینا واوري.
په عین حال کې یوې خبریالې د فلوریډا په ایالت کې د پولیسو سره د ټرمپ د کمپاین پرضد شکایت درج کړی دی او ادعا يې کړې چې هغه د فلوریډا په ایالت کې د ټرمپ د غونډې څخه په زور ایستل شوې ده.
د برایت بار ورځپاڼې خبریاله میشل فیلدس وايي چې د ټرمپ د کمپاین مشر کورې لیواندوسکي هغه تر څینګلو ونیوله او په زوره یې د غونډې څخه دباندي وایسته.
د سیمې د پولیسو د ماموریت ویاند چیري چې شکایت درج شوی دی وايي چې په دې هکله تحقیقات پيل شوي دي.