د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: چین په نړۍ کې تر ټولو لوی غل دی


ترمپ "همدا اوس زمونږ د بودیجې کسر پنځه سوه میلیارده دالرو ته رسيږي."
ترمپ "همدا اوس زمونږ د بودیجې کسر پنځه سوه میلیارده دالرو ته رسيږي."

په متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکی گوند مخکښ کاندید دانلد ترمپ پرون د یکشنبې په روځ پر چین باندې تور ولگاوه چې د امریکا د شتمنیو په لوټولو یې پر دې هیواد باندې اقتصادي تیری کړی دی.

هغه په اندیانا کې د کمپاین په ترڅ کې چین د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوي غل وباله.

"کله چې د چین سوداگر راځي او پدې هم پوهیږو چې شل تنه یو ځای راځي نو دلته د ځان په گټه ښې سوداگریزې معاملی کوي. نور به داسې نه وي. کله چې زه جمهور رئیس شم نو د معاملی گټه به برعکس وي، مونږ به گټه کوو."

اوس چې دانلد ترمپ په جمهوري غوښتونکي گوند کې د خپل د بریا چانس زیات گوري، غواړي د دې گوند د نورو غړو سره خپلې اړیکې ورغوي.

هغه د یکشنبې په ماښام خپل گوند دې ته وهڅاوه چې د هغه د نوماندۍ تر شا یو موټی شي. خو دا یې هم گوند ته د خبردارۍ په توگه وویل چې هغه پدې پوره باور لري چې د گوند د ملاتړ نه پرته د استازو لازمي رایې پوره کولای شي.

"چې رښتیا ووایو نو اوس باید مونږ سره یو ځای شو. جمهوري غوښتونکی گوند باید یو موټی شي. که نه دا به گرانه وي خو دا به هم درته ووایم چې دوی ویل چې که دا گوند زما ملاتړ ونه کړي نو دا به پدې معنی وي چې زه به یی ونه گټم. نه، زه به یې وگټم."

دانلد ترمپ اوسمهال په اندیانا کې خپل انتخاباتی کمپاین پر مخ وړي او وایی که پدې ایالت کې یې د استازو رایې وگټلی نو د جمهوري غوښتونکو له خوا د گوند نوماندي به یې حتمي شي.

کلنتن "دا زما دپاره د ویاړ ځای و چې د جمهور رئیس اوباما په ادارې کې می خدمت وکړ"
کلنتن "دا زما دپاره د ویاړ ځای و چې د جمهور رئیس اوباما په ادارې کې می خدمت وکړ"

بلخوا په دیموکراتانو کې مخکښه کاندیده میرمن هلري کلنتن د افریقایي الاصله امریکاییانو څخه وغوښتل چې د جمهور رئیس اوباما د واکمنۍ پر مهال دې تر لاسه شوي لاسته راوړنې وساتي او مخالف گوند ته دې د رایه ورکولو نه ډډه وکړي.

میرمن کلنتن د یکشنبې په ماښام خپلو زرهاو ملاتړو ته په هغه غونډه کې وینا وکړه چې د مدني حقونو د ټولنې له خوا د میشگن ایالت د دیترویت په لوی ښار کې جوړه شوې وه.

"دا زما دپاره د ویاړ ځای و چې د جمهور رئیس اوباما په ادارې کې می خدمت وکړ اوس نو امریکا پریکړه کوي چې د هغه ځای ناستی به څوک وي. د جمهوري غوښتونکي گوند مخکښ کاندید داسې یو شخص دی چې د دسیسې په ترڅ کې یی خلک دغه شک ته وهڅول چې جمهور رئیس اوباما یو امریکایي تبعه ندی."

هغې وویل چې دې ته باید اجازه ورنکړي چې د بارک اوباما د زیار میراث د دانلد ترمپ لاسته ته ولویږي.

میرمن کلنتن به په اندیانا ایالت کې خپل کمپاین ته د سبا سې شنبې د ورځې د ټاکنو دپاره دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG