د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ، هیلري کلنټن په ټگۍ تورنه کړه


clinton and trump
clinton and trump

د امریکا جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ په خپل سیالې هیلري کلنټن باندی تور لگولی دی چې هغې مدام په دولتي کارونو کې د غفلت نه کار اخیستې دی او د خپلو شخصي گټو دپاره یې سیاست کړېدی.

ډانلډ ټرمپ په هغې تور لگولې دی چې کلنټن د شخصي استفادې لپاره مبهم سیاست کوي.

ټرمپ پرون د چهارشنبې په ورځ په نیویاک کې په یوې سختې وینا کې د کلنټن انتخاباتي مبارزه د منافقت ډکه وبلله.

ټرمپ وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره د هغه سیاسي نظام برخه ده چې د امریکا کارکونکو سره يې د خرابو تجارتي تړونونو له لارې ټگي کړیده او د امریکا ملي امنیت یې د خطر سره مخ کړیدی.

په داسي حال کې چې ټرمپ کوشش کوي چې سپینې ماڼۍ ته ځان ورسوي ، د دوشنبې په ورځ یې ناڅاپي د خپل انتخاباتي کمپاین مسئول د دندې لیري کړ او اوس داسي رپورټونه خپاره شویدي چې د ټرمپ کمپاین د مرستو په غونډولو کې هم پاتي راغلی دی.

ټرمپ کوشش کوي چې کلنټن یوه غیرمسئوله سیاستمداره معرفي کړي. هغه وویل چې هیلري کلنټن په هغه کسانو کې چې د امریکا ولسمشرۍ ته یې د نن ورځې پورې ځانونه کاندید کړي دي ، تر ټولو زیاته ټگه ده.

هغه په کلنټن تور ولگاوه چې د بهرنو چارو په وزارت کې یې داسي کار کاوه لکه چې د هغې شخصي کار وي.

ټرمپ هغه تور بیا تکرار کړ چې د یو لوړپوړي ډپلومات په توگه د هغې فیصلې د کلنټن موسسې سره په مرستو پورې تړلي وي.

کلنټن د ټرمپ دغه تورونه رد کړیدي او وایی د هغې مخالفین د سیاسي گټو لپاره دغه شان تورونه لگوي.

د کلنټن ویاند گلین کیپلن د ټرمپ د تورونو په ځواب کې وویل چې ډانلډ ټرمپ نن یوځلې بیا داسي دروغ او بې مقصده تورونه لگولي چې هیڅ اساس نه لري.

د امریکا بهرنو چارو وزارت ویلي دي چې هغوي داسي شواهد نه لري چې کلنټن د خپل نفوذ نه استفاده کړي وي. خو د بهرنیو چارو وزارت واېي چې د بهرنیو ملکونو نه د کلنټن موسسې سره مرستې شويدي او پکار ده چې هغه د وزارت اخلاقي چارو کمیټې ته د غور لپاره وړاندې شوي وای خو داسې نه ده شوي او دا د اخلاقي اصولو نه سرغړونه وه.

وروستۍ نظر پوښتنې ښئ چې کلنټن د ټرمپ نه مخکې ده. د ریوټرز خبري اژانس تیره اونۍ یوه سروې کړي وه چې پکې ۴۴.٥ فیصده خلکو د کلنټن ملاتړ او ٣٥.٥ فیصده خلکو د ټرمپ ملاتړ کړیدی.

XS
SM
MD
LG