د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په امریکايي پولیسو بریدګر «حیوان» بللی 


تصویر: ارشیف

ولسمشر ټرمپ په کالفورنیا کې په پولیسو برید غندلی دی او بریدګر یې «حیوان» بللی چې په خبره یې باید سخت ځواب ورکړل شي.

د لاس انجلس په ښار کې پولیس مقامات وايي‌ چې تېره شپه سپتمبر ۱۲ (وږي۲۲) یوه پولیسه او یو پولیس په ډزو ژوبل شوي او اوس په روغتون کې بستر دي.

د ښار د پولیسو څانګې د برید ویدیو په خپل ټویټر خپره کړی ده. په ویدیو کې یو سړی ښکاري چې راځي او د پولیسو په ولاړ موټر کې دننه په ناستو پولیسو ډزې کوي‌ او بیا تښتي.

په پولیسو دغه برید په امریکا کې لوی غبرګونونه پارولي دي. ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « دغه حیوانات باید قوي وځپل شي.»

د پولیسو مشر الکس ویلانیوا وویل چې پولیس افسره ۳۱ کلنه او پولیس افسر ۲۴ کلن دي‌ او ۱۴ میاشتې مخکې له اکاډمۍ فارغ شوي دي. له برید وروسته تېره شپه په روغتون کې د دوی عملیات وشول.

په دې وروستیو کې په لاس انجلس کې د تورپوستو امریکایانو د حقونو لپاره د شویو مظاهرو پر مهال د سیمې په پولیسو انتقادونه شوي وو.

پولیس وايي لا د دغه برید اصلي انګیزه معلومه نه ده او د بریدګر لټون یې پیل کړی دی.

په همدې حال کې د هغه روغتون مخې ته چې دا دوه ژوبل شوي پولیس په کې بستر دي یو شمېر خلکو د پولیسو په ضد مظاهرې کړي دي.

پولیسو مظاهره کوونکو ته ویلي دي چې لارې خوشې کړي چې د روغتون امبولانسونه ناروغان انتقال کړي. د مظاهرې په سیمه کې یوه خبریاله هم نیول شوې او د نیول کېدو علت یې لا معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG