د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن: ټرمپ په حکومتدارۍ نه پوهیږي


د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال، جو بايډن
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال، جو بايډن

په امریکا کې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې که ولسمشر شي نو د یو "مخرب قوت" په توګه به عمل وکړي. ولسمشر ټرمپ خپله دغه ژمنه پوره کړې خو خلک یې هم سره ویشلي دي داسې چې عام امریکایان نه پوهیږي چې د هغه تګلارې یې په ګټه دي که نه؟

ښاغلی ټرمپ ټینګار کوي "د هغه څه په خاطر چې سرته یې رسوو ډیر ستایل کیږو." خو نوې نظر پوښتنې څرګندوي چې د امریکا د ولس په منځ کې د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت کچه ۴۰ فېصدو راښکته شوې ده.

ټرمپ پدې وروستیو کې د "اوباما کَییر" په نامه د صحي بیمې د بدیل په توګه یو اجرائیوی فرمان صادر کړ او د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ اټومي موافقه یې تصدیق نه کړه.

دا حرکتونه پاروونکي و. د جمهوريت غوښتونکو د ګوند سټراټیژي جوړونکي وایې ټرمپ پدې ډول کارونو سره وښودله چې یو مُخل سیاستوال دی.

د ښاغلي ټرمپ متضادو تګلارو د امریکا د پخواني حکومت د چارواکو غوسه هم راپارولې ده. د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال، جوبايډن وایې: "موږ داسې یو ولسمشر لرو چې په حکومتدارۍ نه پوهیږي. د یوې دقیقې لپاره یې پالیسۍ هیرۍ کړئ. هغه نه پوهیږي چې حکومت څنګه فعالیت کوي."

جنجالي ټیلفوني مکالمه

په یوه تازه قضیه کې د ولسمشر ټرمپ خبرو په امریکا کې لوي بحثونه راپارولي دي.

ولسمشر ټرمپ دا ادعا نه مني چې ګواکې هغه په نایجیر هېواد کې د یوه وژل شوي امريکايي عسکر له ښځې سره په ټیلیفوني مکالمې کې نامناسب الفاظ کارولي دي.

د امریکا د کانګرس یوې غړې فدریکا ویلسن ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د وژل شوي عسکر له میرمنې سره په خبرو کې د هغه میړه په نوم یاد کړی نه دی چې په وینا یې د یوې کونډې لپاره "ځورونکې" ده. ولسمشر ټرمپ دا ادعا نه مني.

ظابط لاډیویډ او د هغه څلور همکاران دوه اونۍ وړاندې په نایجیر کې د یوه برید پر مهال ووژل شول. امریکايي چارواکي پدې باور دي چې برید داعش پورې اړوندو وسلوالو کړی دی.

XS
SM
MD
LG