د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: چین سره تجارتي معامله باید د امریکا په گټه وي


ترمپ وایي په چینایي اموالو باندې تعرفې چین ته سخت تاوان رسولی او د تعرفو د لرې کولو خبر ناسم دی.
ترمپ وایي په چینایي اموالو باندې تعرفې چین ته سخت تاوان رسولی او د تعرفو د لرې کولو خبر ناسم دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د شنبې په ورځ (نوامبر ٩) الاباما ایالت ته له تگ مخکې په هوایي ډگر کې خبریالانو ته وویل چې د چین سره سوداگریزې خبرې د هغه د تمې خلاف ډیر سوکه روانې دي او تر امریکا چین ډیر غواړي چې دا معامله ترسره شي.

ولسمشر ترمپ وایي د امریکا له خوا پر چین باندې د تعرفو د لرې کولو ناسم راپورونه خپاره شوي. د ولسمشر په وینا پر چینایي اموالو د تعرفو لگول امریکا ته په لسگونه میلیارډه ډالره گټه رسولې او ژر به په سلگونه میلیارډه نوره گټه هم ورسوي.

ولسمشر ترمپ زیاته کړه "چین دې معامله ته ډیر لیواله دی. په تیرو ٥٧ کلونو کې تیر کال د چین لپاره تر ټولو بد کال و. د دوی (د چین) د اکمالاتو لړۍ ټول د هګۍ په څیر مات شوي. دوی غواړي معامله وکړي. شاید دوی یوې معاملې ته مجبوره دي. زه نه پوهیږم زه یې پروا هم نلرم دا دوی پورې اړه لري. خو د تعرفې د لرې کولو راپورونه ناسم دي."

د دواړو هیوادونو چارواکو د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل چې چین او امریکا موافقه کړې چې د تجارتي خبرو په اول پړاو کې د تجارتي شخړې د ختمولو په هدف د یو او بل په صاداراتو تعرفې لرې کړي. خو دا مفکوره د ترمپ په حکومت کې د ځینو چارواکو د مخالفت سره مخ شوه.

که څه هم ولسمشر ترمپ ویلي چې په چیناني اموالو باندې تعرفو امریکا لسگونه میلیارده ډالره گټه رسولې خو اقتصادي شنونکي وایي تعرفو د دواړو هیوادونو اقتصاد ته زیان اړولی. د چین اقتصادي وده تیره میاشت په کلنۍ کچه ٦٪ سوکه شوه چې د نورو پرمختللو اقتصادونو لپاره عادي بهیر دی خو چین لپاره په دریو لسیزو کې ورو بهیر وو.

په امریکا کې اقتصادي وده د جولای او سپتمبر میاشتو کې په کلنۍ کچه د کال د لومړیرو دریو میاشتو په پرتله له ٣.١٪ نه ١.٩٪ ته راټیټه شوې ده. د یوې سوداګرۍ ډلې د وروستي راپور موندنې ښي چې یوازې په سپتمبر میاشت کې امریکا ٧.١ میلیارډ ډالره په تعرفو کې چین ته ورکړي چې دا د یوې میاشتې لپاره په بیسارې توگه لوړه بیه ده.

چین او امریکا له تېرو تقریباً اتلسو میاشتو راهیسې په تجارتي لانجې کې ښکېل دي او د یوه بل په صاداراتو تعرفې لوړوي. د اقتصادي چارو یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د امریکا له لوري د تعرفو لگول هغه وسله ده چې امریکا چین ته په لاس ورکړې چې د امریکا اقتصاد کمزوری کړي. ځکه د هغوی په وینا، چین امریکا ته زیات مواد صادروي او کم مواد له امریکا واردوي.

تمه ده چې د امریکا او چین ولسمشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تجارتي شخړې د ختمولو لپاره چې نړیوال اقتصاد ته یې سخت تاوان اړولی، پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړي.


په پام کې وه چې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي موافقه راتلونکې اونۍ په چیلي کې چې د اسیا پسفیک هېوادونو د اقتصادي همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه دی، لاسلیک شي . خو د چیلي حکومت دا پلان لغوه کړ.

XS
SM
MD
LG