د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ تیلرسن ګوښه او د سي آی اې مشر یې د بهرنیو چارو وزیر ونوموه


لا د ښاغلی تیلرسن د لېرې کېدو علت معلوم نه دی
لا د ښاغلی تیلرسن د لېرې کېدو علت معلوم نه دی

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ خپل د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن له دندې لېرې کړ.

ښاغلي ټرمپ د هغه پر ځای د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر مایک پامپیو د بهرنیو چارو وزیر نومولی دی.

ټرمپ په ټویټر لیکلي چې پامپیو به فوق العاده کار وکړي او د لری کړل شوي وزیر ریکس ټیلرسن د خدماتو مننه يي کړې.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز ګینا هاسپل د سي آی اي د نوې مشرې په توگه ټاکلې ده. ښاغلي ټرمپ لیکلي چې ګینا هاسپل به لومړنۍ ښځه وي چې د سي آی اې د نوې رئیسې په حیث کار وکړي.

ولسمشر ټرمپ هیله ښودلې چې دغه دواړه کسان به په خپلو دندو کې بریالي وي.

لا د ښاغلي ټیلرسن د لېرې کېدو علت معلوم نه دی.خو ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د هغه د بهرنۍ تګلارې پر ځینو برخو انتقادونه کول او کونګوسې وې چې هغه به لېرې کړي.

د بهرنیو چارو نوی وزیر او د سي آی آې نوې مشره باید د امریکا د کانګرس څخه د باور رایه ترلاسه کړي چې پر دغو دندو پاتې شي.

XS
SM
MD
LG