د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ولی پر یوه رستورانت په غوسه دی؟


ولسمشر ټرمپ وايي رستورانت له باندې ښیرن وي، دننه هم ښیرن وي

ولسمشر ټرمپ په ویرجینیا کې د "سرې چرګې" رستورانت دننه او بهر خیرن بللی.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هکبي سندرز د جمعې په ماښام له خپلو ملګرو سره د ویرجینیا ایالت یوه رستورانت ته تللې وه چې له نااټکل شوي حالت سره مخامخ شوه.

د "رید هېن" یا سرې چرګې رستورانت چلوونکو له میرمن سندرز نه وغوښټل چې له رستورانت نه ووځي.

سارا هکبي یوه ورځ وروسته پر ټویټر ولیکل چې دا یې له دې کبله له رستورانت نه وشړله چې د ولسمشر دونالد ټرمپ لپاره کار کوي. په امریکا کې یو شمیر خلک د ولسمشر ټرمپ له تګلارو او سیاستونو سره کلک مخالفت کوي.

ولسمشر ټرمپ هم د سرې چرګې رستورانت په آرامه پرې نښود.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د "ریډ هېن رستورانت" باید د سارا غوندې ښو اشخاصو ته د خدمت نه کولو پر ځای، خپل نظافت او پاکوالي ته پام وکړي. ښاغلي ټرمپ ولیکل "زما اصول دا دي چې رستورانت له باندې ښیرن وي، دننه هم ښیرن وي."

د ویرجینا د شنندوا په دره کې د "ریډ هېن رستورانت" ځینو کارکوونکو د ټرمپ د ویاندې سارا او ورسره نورو کسانو پر شتون نیوکه وکړه او وروسته بیا د رستورانت مالکې هغوی ته وویل چې له رستورانت څخه ووځي.

د جمعې په ورځ ( جون۲۲) سارا سندرز په خپل ټویټر کې ولیکل "زه په ډېر احترام – رستورانت څخه- ووتم. د هغه دا کار زما په پرتله د هغه په اړه ‌ډېرې خبرې دلودې. زه تل د ټولو خلکو، آن د هغوی چې ورسره اختلاف هم لرم، درناوی کوم او وبه یې کړم."

د رستورانت مالکې سټیفاني ویلکنسن وايي رستورانت یې تر ګټې ځینو اصولو او اخلاقو ته ډېر ژمن دی. ویلکنسن واشنګټن پوست ته وویل "زه تجارت کوم او غواړم چې تجارت مې کامیابه شي. خو د "غیر انساني او غیر اخلاقي" ادارې پر ضد باید ودریږم.

هغې وویل " ما سندرز ته وضاحت ورکړ چې رستورانت ځېنې معیارونه لري چې باید وساتل شي، لکه رښتینولي، ترحم او همکاري."

د "ریډ هېن رستورانت" په ۱۹ پېړۍ کې جوړ شوی او د ویرجینا ایالت په یو سمسور او تفریحي ځای کې دی. دا لومړی ځل نه دی چې د ولسمشر ټرمپ کومه هکاره/همکار له رستورانت څخه ویستل کیږي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ یو بل لوړ پوړی چارواکی سټیفن میلر یو مکسیکویي رستورانت څخه له هغه وروسته ووت چې یو قهریدلي سړي ورته فاشیست وویل.

په یوې بلې پېښې کې د امریکا د ملي امنیت مشر کیرستجین له یو بل رستورانت څخه له هغه وروسته ووت چې ځینو قهرېدلو مظاهره کوونکو د هغه پر ضد شعارونه ورکړل.

په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ سیاسي او مدني مخالفان د کډوالو او ځینو مسایلو په برخو کې د هغه پر تګلارې کلکې نیوکې کوي او هغه "متصعب" ګڼي.

XS
SM
MD
LG