د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ترمپ د مهاجرت په تړاو تر وینا مخکې مکسیکو ته ولاړ


د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند نوماند ډانلډ ترمپ چې له یو کال راهیسې په مکسیکو ملنډې وهلي، د چهارشنبې په ورځ هغه هیواد ته ولاړ چې جمهور رئیس اینریک پینا نیتو سره وگوري.

امریکا ته د کډوالۍ په موضوع د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د دموکرات گوند کاندیدې هېلري کلنټن او جمهوري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ د تگلارو ترمنځ ډیر توپیر شته.

ټاکل شوې ده چې د مکسیکو له سفر وروسته به ډانلډ ترمپ په یوه وینا کې امریکا ته د کډوالۍ په هکله خپل پلان په ډاگه کړي.

مکسیکو ته د ښاغلي ټرمپ له سفر داسې څرگندیږي چې هغه د مهاجرت د موضوع په اړه خپل دریځ یو څه نرم کړی دی.

امریکایي میلیاردر د متحده ایالاتو جنوب ته پروت گاونډي هیواد باندې تل ملنډې وهلي دي.

ښاغلي ترمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې ویلي و چې مکسیکو امریکا ته جنسي تیري کوونکي او مجرمین لیږي او د امریکایي کارگرانو څخه یې کاري فرصتونه اخیستي دي.

ترمپ په امریکا کې هغه مهال د میلیونونو جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړ چې وې ویل د مکسیکو او امریکا ترمینځ سرحد کې به دیوال جوړ کړي او مکسیکو به مجبوره کړي چې د دیوال د جوړولو لگښت ورکړي. دا خبره سمدستي د مکسیکو د جمهور رئیس له خوا رده شوه.

خو ښاغلی ترمپ د مکسیکو د مشر له خوا د بلنلیک د ترلاسه کولو سمدستي وروسته هغه هیواد ته سفر ومنو. جمهور رئیس پینا نیتو دواړه دموکراتې نوماندې هیلري کلنتن او جمهوري غوښتونکی نوماند ډانلډ ترمپ ته د مکسیکو د لیدنې بلنه ورکړې وه.

د خپل هیواد په هکله د ډانلډ ترمپ د ډیرو ملنډو له اوریدو وروسته د مکسیکو جمهور رئیس ښاغلی ټرمپ د هیټلر او موسیلیني سره مقایسه کړی و. د مکسیکو د جمهور رئیس او ترمپ ترمینځ د لیدنې په تړاو په مکسیکو کې مظاهرې هم شوي دي.

د مکسیکو پخوانی جمهور رئیس وینست فاکس د سي ان ان خبري شبکې ته وویل چې نه پوهیږي چې ولې جمهور رئیس پینا نیتو ترمپ ته بلنه ورکړې "په مکسیکو کې د هغه هرکلی نه کیږي. په مکسیکو کې هغه هیڅوک نه خوښوي."

د مکسیکو جمهوري ریاست په هیواد کې د مظاهرو د مخنوي په مقصد به د ترمپ او جمهور رئیس پینا نیتو ترمینځ د ملاقات ځای او وخت څرگند نکړي.

XS
SM
MD
LG