د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخابات تاریخی بلل شوي دي، په دې چې یا به په لومړي ځل یوه ښځه ولسمشره شي او یاهم داسې یو سوداګر چې په سیاست کې پخوانۍ تجربه نلري. د انځورونو په دغې مجموعه کې د هیلري کلنټن او دانلډ ټرمپ د ژوند پر ځینو برخو نظر اچول شوی دی.
د کلنټن او ټرمپ ژوند په انځورونو کې

۵
دانلډ ټرمپ د نیوجرسي ایالت په انلانتیک سیټي ښار کې د (ټرمپ پلازا، د ترمپ مانۍ و تاج محل) په نومونو درې مشهورې قمار خانې هم لري.

۶
په ۱۹۹۰ کال کې کله چې د املاکو بازار له رکود سره مخامخ شو، د ټرمپ ۱۰۷ میلیاردو ډالرو سرمایه هم ۵۰۰ ملیونو ته را ښکته شوه، او د خپلې سوداګرۍ د ساتلو لپاره یې پور واخیست.

۷
دانلډ ټرمپ د "The Apprentice" په نامه یوه تلویزیوني خپرونه جوړه کړه او له دې لارې یې ډیر شهرت وموند او ۲۰۰ ملیونه ډالره ګټه یې تر لاسه کړه.

۸
دانلډ ټرمپ تر اوسه درې وارې واده کړی. د هغه د لومړۍ میرمنې نوم ایوانا " Ivana" وو او له هغې درې ماشومان لري.