د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس قضایي کمېټه ولسمشر ټرمپ استماعیه غونډې ته رابللی


د قضایي کمېټې مشر ویلي دغې کمېټې ته د ولسمشر رابلل حق نه بلکې هغه ته یو امتیاز دی

د امریکا په کانگرس کې ډموکراتان د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ په اړه د قانوني تحقیاتو بهیر گړندی کړی. د جریډ ندلر په مشرۍ د کانگرس د قضایي کمېټې مشر د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۴) د دغې کمېټې لومړنۍ غونډه کوي.

د کانگرس د استخباراتو کمیتې تیره اونۍ خپل تحقیقات بشپړل کړ او راپور یې قضایي کمیتې ته لیږي چې هلته د قضایي کمېټې غړي له حقوقي کارپوهانو او د اساسي قانون ماهرین رابولي او د قانون څخه د ولسمشر سرغړونو ته د اساسي قانون په رڼا کې گوري.

د اصولو له مخې ترمپ او د هغه مدافع وکیلانو دا حق لري دغه حقوقي کارپوهان چې د کانگرس کمیتې ته راځي، پخپله وټاکي.

د کانگرس د قضایي کمېتې مشر جریډ ندلر سپینې ماڼۍ ته په یوه استولي لیک کې د دغې کمیتې لومړۍ غونډې ته ولسمشر ترمپ ته د گډون بلنه ورکړې او ویلي چې دا حق نه بلکې هغه ته یو امتیاز دی.

ندلر په لیک کې ویلي: "ولسمشر د انتخاب حق لري: هغه کولی شي له دې فرصت نه استفاده وکړي چې په دغه قانوني بهیر کې د تحقیقاتو په استماعیه غونده کې د هغه قانوني وکالت وشي. او یا کولی شي نور د دې بهیر په اړه شکایت کول پریږدي."

ندلر په یوه جلا بیان کې وویلي "هیله لرم چې هغه دا غوره کړي چی په دې تحقیقاتو کې په مستقیم ډول برخه واخلي او یا یې د وکیل له خوا نه وکالت وشي. لکه څنګه چې نورو ولسمشرانو له هغه نه مخکې د کار کړی و."

ندلر سپینې ماڼۍ ته تر یکشنبې ورځې پورې د ځواب ورکولو لپاره وخت ورکړې دی.

خو ولسمشر ترمپ پرون په سپینې ماڼۍ کې د شکرانې د فیلمرغانو د عفو کولو په مهال د قانوني سرغړونو د تحقیقاتو په بهیر ملنډې ووهلې.

ټرمپ ویلي: "دا دوه فیلمرغان د جکسن په فارم کې په ډیر ځانگړي توگه ساتل شوي چې په هر حال کې حوصله له لاسه ور نکړي چې ډیره مهمه ده ځکه دواړه د پنجشنبې ورځې لپاره د ادم شیف زیرزمیني ته ورغوښتل شوي دي."

د ولسمشر ترمپ د مواخذې د تحقیقات بهیر د امریکا خلک په دوو برخو ویشلي دي.

پرون د فلوریډا ایالت په سنرایس سیمه کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو شمیر پلویان او ملاتړي راټول شوي او د هغه په ضد او پلوي یې شعارونه ورکول.

اروپایي اتحادیې ته د امریکا استازي گوردن سانلنډ تیره اونۍ د کانگرس علني استماعیه غونډې ته وویل چې د ترمپ د حکومت یو شمیر جگپوړي چارواکي خبر وو چې ولسمشر ترمپ پر اوکراین فشار اچولی چې د ده د سیاسي رقیب جو بایدن په اړه تحقیقات وکړي.

د سانلنډ په وینا په هغو جگپوړو چاروکو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د انرژۍ وزیر ریک پیري، د ولسمشر د دفتر مشر مایک مولویني او د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولتن شامل دي.


د نیویارک تایمز ورځپانې پرون په یوه راپور کې لیکلي؛ وروسته له دې چې ولسمشر ترمپ د هغه افشاگر په اړه پوه شو چې د ده او د اوکراین د ولسمشر ترمنځ تیلفوني جنجالي مکالمه افشا کړې ده چې ولسمشر ترمپ پکې په اوکراین باندې فشار اچولی چې د خپل سیاسي رقیب جوبایدن په اړه تحقیقات وکړي، اوکراین ته یې د شاوخوا ۴٠٠ میلونه ډالره پوځي ځنډول شوې مرستې ورکړې.

XS
SM
MD
LG