د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ وکیل وایي د هغه نه تحقیقات نه کیږي


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو مدافع وکیل د شنبې په ورځ ( جون ١٨) ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روسیې سره د احتمالي اړیکو په سبب د تحقیقاتو لاندې نه دی. خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي و چې کیدی شي هغه د تحقیقاتو د لاندې وي.

مدافع وکیل جی سیکولو د این بي سي او سي این این ټلویژن ته په مرکې کې وویل چې د خاص تحقیقاتي کمیسیون مشر رابرټ ملر د ولسمشر ټرمپ نه تحقیقات ندې کړي.

ښاغلي جي سیکولو وویل "ریښتیا دا دي چې ولسمشر ټرمپ د تحقیقاتو د لاندې نه و او نه دی."

رابرټ ملر چې د ایف بي آی پخوانی مشر دی، تیره اونۍ د خاص تحقیقاتي کمیسیون مشر وټاکل شو. ښاغلی ملر د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د ټرمپ د مبارزې د ټیم او د روسیې تر منځ د ممکنه اړیکو په هکله تحقیقات کوي.

په دی برسیره هغه دا هم څیړي چې ایا د ایف بي آی د پخواني مشر جیمز کومي د لیرې کولو سره ښاغلي ټرمپ د تحقیقاتي جریان مخه په قصدي ډول بنده کړي وه او کنه.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ایف بي آی مشر کومي هغه وخت د دندې لیرې کړ چې هغه د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د ټرمپ د مبارزې د ټیم او د روسیې تر منځ د ممکنه اړیکو په هکله تحقیقات شروع کړې وو.

کومې په خپل یاداښت کې لیکلي دي چې د فرورۍ په ١۴ نیټه ولسمشر ټرمپ د هغه نه وغوښتل چې د مایکل فلین په هکله دی تحقیقات پریږدي. کومي وایي چې ټرمپ ورته وویل چې فلین ښه سړې دی او هیله لري چې د هغه په هکله به تحقیقات نه کوي.

ټرمپ وویل چې هغه د لوی څارنوال د مرستیال راډ روسینټاین په سپارښتنه کومي د دندې لیرې کړ خو وروسته یې بیا ویل چې د کومې د لیرې کولو په وخت د د روسیې په مسله فکر کاوه.

XS
SM
MD
LG