د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: له روسیې سره د اړیکو په اړه د څیړنو له ملاتړو پوښتنه کیږي


د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ويلي یو شمیر کسان شته چې" ددې هیواد په وړاندې یې ډیر بد او آن خائنانه اعمال ترسره کړي دي.

جمهور رئیس ټرمپ او په کانګرس کې د هغه پلویانو ویلي د هغو کسانو څخه به پوښتنه وشې چې له روسیې سره یې د جمهور رئیس ټرمپ د اړیکو په اړه د تحقیقاتو ملاتړ کړی دی.

جمهور رئیس ټرمپ او ملاتړو یې وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون له روسیې سره د جمهور رئیس ټرمپ او د هغه د نږدې کسانو د جوړجاړي په اړه څه ونه موندل.

د امریکا ولسمشر تل د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه څیړنې یوه دسیسه بللې ده.

جمهور رئیس ټرمپ پرته له دې چې د کوم کس نوم واخلي د دوشنبې په ورځ د ( مارچ په ۲۵) وویل یو شمیر کسان شته چې ددې هیواد په وړاندې یې ډیر بد او خائنانه اعمال کړي دي. هغه زیاته کړې" بې له شکه به له دې کسانو څیړنې وشي."

ډانلډ ټرمپ پر رسنیو هم انتقاد کړی او په خپله ټویټر پاڼه کې یې لیکلي چې رسنیو د دوو کلونو لپاره یوه بې اساسه ادعا خپره کړېده.

ټرمپ رسنۍ" د خلکو دښمنې او اصلي مخالف لوری" ښودلي دي.

پر لوی څارنوال فشار

که له یوې خوا جمهور رئیس ټرمپ له خپلو منتقدینو او مخالفینو څخه د څیړنو ژمنه کړې ده له بلې خوا دیموکرات قانون جوړونکي د روسیې په اړه شویو تحقیقاتو ته د لاسرسي په خاطر د امریکا پر لوی څارنوال فشارونه زیات کړي دي.

د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس د پنځه ګونو کمیټو مشرانو چې ټول دیموکراتان دي، د امریکا لوی څارنوال ته د یوه لیک په استولو سره هغه ته د اپریل تر دویمې نیټې وخت ورکړی چې د روسیې په اړه د شویو څیړنو جزیات کانګرس ته ورکړي.

تمه کیږي چې د استازو د مجلس قضایه کمیټه په خپل یوه مجلس کې لوی څارنوال ویلیم بار راوغواړي او له هغه څخه د روسیې په اړه د شویو تحقیقاتو د ډیر وضاحت غوښتنه وکړي.

ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د خپلو څیړنې پایلې تیره اوونۍ د امریکا لوی څارنوال ته وسپارلې.

لوی څارنوال یوازې ددې څیړنو خلص له کانګرس او رسنیو سره شریک کړی دی.

XS
SM
MD
LG