د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي د چین د ولسمشر سره جدي خبرې کوي


جمهور رئیس ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د چین د جمهور رئیش شې ژین پنګ سره ګوري
جمهور رئیس ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د چین د جمهور رئیش شې ژین پنګ سره ګوري

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د همدې را روانې پنجشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د چین د جمهور رئیس شې ژین پنګ سره ګوري. تمه کیږي چې دواړه مشران به په داسې مسایلو وغږیږي چې د چین او امریکا تر منځ د پخوا نه پرې جنجال دی.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د چین د جمهور رئیس سره خبرې به یې جدي وي. ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي " امریکا نور د سوداګرۍ په برخې کې کسر او د کار روزګار د لاسه ورکول نشي زغملی". د دواړو مشرانو دا ملاقات د امریکا د فلوریډا په ایالت کې د مارالاګو په ماڼۍ کې کیږي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شخصي ځای دی.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د هغو شرکتونو د خاوندانو سره چې دننه په امریکا کې تولیدات لري، ویلي دي چې د چین د جمهور رئیس سره ملاقات به یې هغوي ته په زړه پورې وي." زه د هغه او هیت سره ملاقات ته یې سترګې په لار یم او وبه ګورو چې څه کیږي."

په همدې حال کې، یون سون چې د امریکا او چین تر منځ د اړیکو په هکله معلومات لري، وایي چې د چین جمهور رئیس شې ژین پنګ به دې ملاقات ته تش لاس نه ورځي.

" زه داسې ګڼم چې د چین جمهور رئیس به په امریکا کې دننه د زیربناوو د جوړولو په برخې کې د خپل هیواد د سترې پانګې اچونې د تحفې سره دې غونډې ته ورشي او د جمهور رئیس ټرمپ سره د کارونو د پیدا کولو په برخې کې به همکاري وکړي چې د خلکو سره یې ژمنه کړیده. "

خو بل پلو بیا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې سکاټ کینیډي چې د چین حالات څاري، امریکا غږ ته ویلي دي چې ښایي پدې ملاقات کې ټول پلانونه او کارونه هغه شان پر مخ ولاړ نشي لکه تمه یې چې کیږي.

" پدې کې هیڅ نشته چې ښایي یو دم به داسې یو خراب کار وشي چې هیڅ تمه یې نه کیدله. ښایي په ټویټر کې یوه جمله به د ملاقات په هکله ټولې وړاند وینې بدلې کړي. او زه فکر کوم چې د مذاکراتو پر ځای به په ملاقات کې ډیر شکایتونه وشي او د چین هیت به پریشانه بیرته ستون شي او بیا به بل داسې کار وشي چې تمه یې نه کیده. "
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر په خبري کنفرانس کې د امریکا او چین تر منځ د غټو جنجالي مسایلو په هکله داسې وویل:

" د ملي امنیت او اقتصاد په هکله ډیر مسایل دي چې بحث به پرې وشي، د چین جنوبي بحیره، سوداګري او شمالي کوریا د بحث مهم مسایل دي. خبرې به دوه ورځې وي او زه فکر کوم چې په ډیرو مسایلو به خبرې وشي. "

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د متحد چین د پالیسۍ په هکله جنجالي خبرې کړیدي. چین تایوان باغي سیمه ګڼي او دریز یې دا دی چې پدې هکله مذاکرات نشي کیدلی خو ټرمپ څه موده وړاندې ویلي چې پدې هکله خبرې کیدلی شي او کله یې چې د جمهوري ریاست انتخابات وګټل د تایوان د مشرانو سره یې په ټیلیفون خبرې وکړلې. د ټرمپ دې کار چین په غصه کړی او جدي عکس العمل یې وښوده.

XS
SM
MD
LG