د لاس رسي وړ اتصالات

هندي الاصله امریکایۍ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه نومول شوې


د نیکي هیلي مور او پلار د هند دي او هغه اوس د جنوبي کاریلونا والۍ ده.
د نیکي هیلي مور او پلار د هند دي او هغه اوس د جنوبي کاریلونا والۍ ده.

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د جنوبي کاریلونا والۍ نیکي هيلي چې مور او پلار یې د هند دي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه نومولې ده. میرمن هیلي څلور څلویښت کلنه او د بهرنۍ پالیسۍ په چارو کې ډیره لږه تجربه لري.

ټرمپ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې نیکي هيلي دا ثابته کړې چې"یوه ښه معامله کوونکې ده". په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې "میرمن هيلي یوه ښه رهبره ده اوپه نړیواله کچه د متحده ایالاتو ښه استازیتوب کولی شي. "

پخپله نيکي هيلي بیا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ غوښتنه یې منلې او تر هغې به د جنوبي کاریلونا د ایالت والۍ وي تر څو پورې چې د مشرانو د جرګې لخوا یې ټاکل کیدل تائید شوي نه وي.

په اعلامیې کې ویل شوي "کله چې جمهور رئیس ‍په تاسو دا باور ولري چې د ملت د خیر ښیګڼۍ او په نړۍ کې زمونږ د هیواد د مقام لپاره تاسو زیاته همکاري کولی شي، دا مهمه ده چې داسې یوه غوښتنه ومنل شي. "

منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې د انتخاباتي مبارزو پر وخت یې د مهاجرینو، میرمنو او نورو اقلیتونو په هکله جنجالي ویناګانې کولې، اوس کوښښ کوي چې پدغه شان ټاکنو سره د خلکو اندیښنې یو څه کمې کاندي.

نیکي هیلي د جمهوري ریاست په مقدماتي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید مارکو روبیو مرستیاله وه او کله چې روبیو د خپلې کاندیدي نه تیر شو، د بل جمهوري غوښتونکي کاندید ټیډ کروز ملاتړ یې وکړ.

میرمن هیلي په ډونالډ ټرمپ دا انتقاد هم کړی و چې ولې خپل د مالیې معلومات د خلکو سره نه شریکوي. ټرمپ بیا د دې انتقاد په ځواب کې ویلي و چې د " جنوبي کاریلونا خلک پدې شرمیږي چې نیکي هیلي د هغوي والۍ ده."

XS
SM
MD
LG