د لاس رسي وړ اتصالات

هدر ناورت په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هدر ناورت

د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې هدر ناورت په ملګرو ملتونو کې د هېواد د سفیرې په توګه ټاکي.

هدر ناورت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ده چې دمخه په فاکس خبري شبکه کې خبریاله وه.

ټاکل شوې هغه د مېرمن نیکي هیلې ځای ونیسي چې څه وخت مخکې یې له خپل مقام نه استعفی وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکي‌ هیلې
په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکي‌ هیلې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې باید د متحده ایالاتو د سنا مجلس تائید ترلاسه کړي.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل ډاډمن دی چې هدر ناورت به په ملګرو ملتونو کې خپل ماموریت په ښه توګه ترسره کړي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

​هغه وویل:"هغه ډېره باستعداده، هوښیاره او چټکه ده، فکر کوم خپل ځانته به د ټولو درناوی راجلب کړي."

د ملګرو ملتونو د استازې په توګه د مېرمن ناورت ټاکنې نیوکې هم زېږولي دي.

منتقدین وایي، هغه ددغه ماموریت د پرمخ بیولو لپاره پوره تجربه نه‌لري.

نیکي هیلې دوه کاله په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې په توګه دنده ترسره کړه او ددغه سازمان په سترو پرېکړو کې یې د امریکا د موقف کلکه دفاع کړې ده.

هغې په دې وروستیو کې تصمیم ونیو چې له دولتي کار نه ګوښه شي.

نیکي هیلې د ښاغلي ټرمپ د حکومت له عمدو څېرو څخه وه.

XS
SM
MD
LG