د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ د خپلې نوماندۍ په اړه د گوند د اختلافاتو پروا نلري


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند احتمالي نوماندی، دانلد ترمپ په دې اړه اندیښمن ندی چې د گوند مهم غړي ویلي په عمومي انتخاباتو کې به د دموکرات گوند د احتمالي نوماندې هلري کلنتن په وړاندې یې ملاتړ ونکړي.

امریکایي میلیادر تیره اونۍ د سپینۍ ماڼۍ لپاره په سیالیو کې د جمهوري غوښتونکي گوند نوماندۍ تر لاسه کړه، خو د دې گوند د مهمو چارواکو ملاتړ یې ندی ترلاسه کړی.

تیره اونۍ د متحده ایالاتو دوه پخواني جمهوري غوښتونکي جمهور رئیسان، جورج اچ ډبلیو بوش، د هغه زوی، جورج ډبلیو بوش او د گوند ځیني نور چارواکو اعلان وکړ چې د ترمپ د نوماندۍ ملاتړ به ونکړي.

د امریکا د اي بي سي تلویزون سره په یوې مرکې کې د دانلد ترمپ څخه پوښتنه وشوه چې ایا د گوند یووالی اړین دی؟ هغه وویل "زه شاید یوازنی کس ووسم چې د سپینې ماڼۍ د سیالیو لپاره له نورو نه ډیر مختلف یم. زه داسې فکر نه کوم."

ترمپ وویل"زه فکر کوم دا به ښه وای چې هغوی متحد وای، خو زه فکر نکوم چې دوی باید په دودیزه طریقه متحد شوای وای."

د استازو مجلس مشر تیار ندی

د جمهوري غوښتونکي گوند جگپوړی منتخب چارواکی، د استازو د مجلس مشر پاول راین ویلي دي چې هغه د ترمپ ملاتړ ته تیار ندی او په دې هکله تر موافقې مخکې د گوند د محافظه کاره دودیزو اصولو ملاتړ کوي.

دانلد ترمپ د یکشنبې په ورځ په گڼ شمیر تلویزیوني مرکو کې پر پاول راین نیوکې وکړې چې ولې یې د جمهوري غوښتونکي گوند د نهايي کاندید په توگه د ده ملاتړ ونه کړ.

ښاغلي ترمپ همداراز د لنزي گراهام، میت رامني، او جیب بوش په گډون پر نورو هغو غړو هم انتقاد وکړ چې د هغه د ملاتړه یې ډډه کړې ده. ترمپ دغه کسان ناراضي بایلودونکي وبلل.

پاول راین د ترمپ د غوښتنې په هکله چې مسلمانان دې په موقته توگه امریکا ته د راتگ نه منع شي، مخالفت کړی. دوی دواړه د امریکا په بهرنۍ پالیسي او سوداگریزو مسلو کې د نظر اختلاف لري.

پاول راین د ترمپ د هغو څرگندونو مخالف دی چې وایي مسلمانان دې په موقته توگه امریکا ته د راتگ نه منع شي
پاول راین د ترمپ د هغو څرگندونو مخالف دی چې وایي مسلمانان دې په موقته توگه امریکا ته د راتگ نه منع شي

ټاکل شوې ده چې ترمپ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د پاول راین سره جدي خبرې وکړي. په دې خبرو کې به یوه پوښتنه دا وي چې، که ښاغلی راین د ترمپ ملاتړ ونه کړي نو آیا ترمپ به د جولای په میاشت کې د گوند په غونډه کې د استازو مجلس د رئیس په توگه د پال راین د لیرې کیدو غوښتنه وکړي او که نه؟

ځیني نور محافظه کار مشران دا امکان هم ندی رد کړی چې ښایي د جمهوري غوښتونکی دانلد ترمپ او دموکراتې هیلري کلنتن په وړاندې دریم کاندید ودروي خو دریم کاندید د امریکا په انتخاباتو کې ښه تجربه نده ثابته شوې ځکه چې دریم کاندید تل د جمهوري غوښتونکي او دموکرات د نوماندانو نه ډیر شاته پاتی شوی دی.

کاندیدان

خو د امریکا د کانگرس ځیني جمهوري غوښتونکي غړي بیا وایي د دې سره سره چې په اصل کې د ترمپ په ځای د بل کاندید پلوي یې کوله خو دوی به اوس د ترمپ ملاتړ وکړي.

٦٩ کلن ترمپ د ١٧ کاندیدانو په سیالۍ کې چې ویلي و د امریکا او مکسیکو ترمنځ پولې باندې به دیوال جوړ کړي، امریکا ته د غیر قانوني کډوالو مخه ونیسي او له امریکا نه به یولس میلیونه غیر قانوني کډوال وشړي، لومړی مقام تر لاسه کړ.

هغه تر اوسه پورې د مقدماتي انتخاباتو په لړ کې چې په گوند کې دننه د سیالانو تر منځ ترسره کیږي څه د پاسه ١٠ میلیونه رایې گټلي دي.

XS
SM
MD
LG