د لاس رسي وړ اتصالات

پوټین اوباما پر ځای ټرمپ ته د نوي کال مبارکي وویله


ښاغلي ټرمپ پوټین یو هوښیار کس بللی دی
ښاغلي ټرمپ پوټین یو هوښیار کس بللی دی

د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین یو "ډېر هوښیار" کس وبللو او پوټین د اوباما پر ځای ټرمپ ته د نوي کال مبارکي ورکړه.

د ټرمپ او پوټین ترمنځ د خوږو پیغامونو تبادله تر هغه وروسته وشوه چې اوباما له امریکا څخه د پنځه دیرشو روسي مامورینو د ایستلو امر وکړ خو پوټین له ورته عمل ډډه وه.

ښاغلي ټرمپ د پوټین دغه کار په ټویټر کې وستایه او هغه یې یو هوښیار کس وبللو.

ټرمپ داسي ټویټ کړل "ډېره ښه پریکړه ده، ما تل ویلي دي چې پوټین ډېر هوښیار دی."

اوباما چې په سپینه ماڼۍ کې یوازي شل ورځې پاته دي، د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لاس وهنو په تور پر روسانو بدنیزونه ولگول.

د اوباما حکومت د روسیې د استخباراتو ٣٥ مامورینو ته په ٧٢ ساعتونو کې له امریکا څخه د وتلو امر وکړ، او د دوو روسي فرهنگي مرکزونو د بندولو امر یې وکړ چې یو په مریلنډ ایالت کې او بل په نیویارک کې دی.

په مسکو کې د امریکا کې د سفارت ودانۍ
په مسکو کې د امریکا کې د سفارت ودانۍ

د دیموکراسیو د دفاع د بنسټ غړی ایریک لوربور وایي چې د ټرمپ لپاره پر روسیې د بندیزونو لیري کول اسان کار دی خو د واشنگټن سیاسیون یې ښایي ملاتړ ونکړي.

ښاغلی لوربور زیاتوي "د قانون له مخې ټرمپ هیڅ ستونزه نلري. هغه کولی شي چې په لومړی ورځ په یو لاسلیک سره دا بندیزونه لیري کړي. خو له سیاسي اړخه به داکار کول گران وي، ځکه حکومت همدا اوس د اف بي ای نوي راپورونه هم نشر کړل چې روسانو په انتخاباتي پروسه کې لاس وهلی دی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف ویلي و چې واشنگټن ته به متقابل ځواب ورکوي، خو پوټین وایي چې د ټرمپ د حکومت تر راتلو به انتظار وکړي.

د روسیې د استخباراتو "FSB" مرکزي دفتر چې د شوروي تر ړنگیدو مخکې "KGB" بلل کیده.
د روسیې د استخباراتو "FSB" مرکزي دفتر چې د شوروي تر ړنگیدو مخکې "KGB" بلل کیده.

د روسیې د چارو څیړونکی ایریل کوهن وایي په دې کار سره پوټین د امریکا راتلونکې ولسمشر ته یو پیغام ولیږلو.

هغه زیاتوي "پوټین، ښاغلي ټرمپ ته سترگک ووهلو، او هغه ته وایي چې گوره! زه ستا سره ښې اړیکې غواړم. راځه چې زه او ته ، نوې اړیکې پیل کړو. خو دا کار به څومره وخت ونیسي؟ خلک وایي چې جورج بوش او اوباما هم د پوټین سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کړې وه، خو ناکامه شول."

سپینه ماڼئ وایي چې دا بندیزونه د امریکا لخوا وروستی ځواب نه دی. نور به هم ډېر څه وکړي، خو ښایي عام خلک خبر نه شي.

XS
SM
MD
LG