د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: کومي ریښتیا نه وایي


ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د جمعې په ورځ ( جون ۹) د فیډرالي تحقیقاتي ادارې پخوانی مشر جیمز کومي په دروغو ویلو تورن کړ. ښاغلی ټرمپ وویل چې دیته تیار دی چې قسم وخوري.

کومې په خپل یادښت کې لیکلي دي چې د فرورۍ په ١۴ نیټه ولسمشر ټرمپ د هغه نه وغوښتل چې د مایکل فلین په هکله تحقیقات دی پریږدي. کومي وایي چې ټرمپ ورته وویل چې فلین ښه سړې دی او هیله لري چې د هغه په هکله به تحقیقات نه کوي.

ښاغلی ټرمپ د ایف بي آی د پخواني مشر جیمز کومي د شاهدۍ په ځواب کې وایي چې د کانګرس غونډې ته ې د قسم خوړلو نه وروسته دروغ ویلي دي.

ښاغلی ټرمپ وایي چې هغه د امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلین په هکله د تحقیقاتو د جریان د مخې د بندولو کوښښ نه دی کړی.

ټرمپ وایي چی د کومي شاهدۍ دا هم ثابته کړه چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه د ټیم او د روسیې ترمنځ هیڅ ډول روابط نه و.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل “جیمز کومي ډیر هغه څه تائید کړه چې ما به ویل. او ځینې خبرې یې ریښتیا نه دي.”

د امریکا د تحقیقاتي ادارې پخوانی مشر جیمز کومي چې تیره میاشت ولسمشر ټرمپ د دندې لیرې کړ، د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته شاهدي ورکړه. کومي په دغه شاهدۍ کې وویل چې ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د خبرو په دوران کې د هغه نه د وفادارۍ غوښتنه کړي وه.

ټرمپ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کومي نه یې غوښتي و چې د ملي امنیت د پخواني مشاور فلین په هکله تحقیقات نه کوي، وویل "نه, ما داسې نه دي ویلي."

خبریال بیا پوښتنه وکړه چي "ایا کومي دروغ ویلي؟" ټرمپ په ځواب کې وویل "نه، ما دا ندي ویلي. زه به تاسو ته ووایم. ما داسې ندي ویلي. زه دغه کس دومره نه پېژنم. زه چا ته دا خو نه وایم چې ماته د وفادارۍ لوړه وکړي. داسې به څوک کوي."

کله چې د ټرمپ نه دا پوښتنه وشوه چې د کومي سره د خبرو په هکله قسم خوړلو ته تیار دی نو هغه وویل " سل فیصده."

د یادوني وړ ده چې په ولسمشر ټرمپ یا کومي کې هر هغه کس چې دروغ یي ویلي وي، د تحقیقاتو په دوران کې د دروغو ویلو تور به پری ولګي.

XS
SM
MD
LG