د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: کیدی شي د پوتین سره ملاقات لغوه کړم


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي کیدی شي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د جي شل د غونډې په څنډه کې ټاکل شوی ملاقات لغوه کړي

ولسمشر ټرمپ واشنگټن پوسټ ته ویلي دي چې د روسیې لخوا د اوکراین د کښتیو د نیولو د پیښې وروسته د نړۍ د شلو بډایه هیوادونو په غونډې کې د ولسمشر پوتین سره ملاقات لغوه کولی شي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د خپل ملي امنیت د ټیم لخوا پدی اړه د بشپړ رپورټ په انتظار دی. ټرمپ زیاته کړه "د دغې رپورټ په اساس به پریکړه وکړم. کیدی شي زه د هغه سره ملاقات ونکړم. زما دا تیري ندي خوښ. زه بیخې تیري نه غواړم."

ولسمشر ټرمپ به د پوتین سره د جي شل هیوادونو د غونډې پر مهال یو ملاقات کاوه خو د اوکراین او د روسیې د وروستۍ لانجې وروسته ټرمپ پدغه ملاقات د سره غور کوي.

اوکراین د نومبر په ٢٦ وویل چې روسي ځواکونو د دوی پر جنګي کښتیو ډزې کړي، ۶ سرتېري يې ژوبل کړي او ۲۳ يې نیولي دي د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو له روسیې څخه د دغو سرتیرو او کښتیو د بیرته خوشې کولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG