د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د شمالي کوریا د مشر سره د ښه روابطو راپور رد کړی


ولسمشر ټرمپ هغه رپورټ رد کړیدی چې وایي مکنه ده د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا د مشر سره ښې اړیکې لري.

د امریکا یوې ورځپاڼې وال سټریټ جورنال تیره اونۍ د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلې و چې هغه د کیم جان اون سره ښې اړیکې لري. ولسمشر ټرمپ وایي چې هغه دغه خبره نده کړې. د ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې ځکه ډیرې مهمې وې چې ورځپاڼې ولیکل ټرمپ د کیم جان سره ملگرتیا لري.

د شمالي کوریا په مشر کیم جان باندې د اتومي وسلو د پروگرام له وجې سخت نړیوال فشار موجود دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر او د شمالي کوریا مشر یو بل په بدو الفاظو یادوي او په یو بل پسې یې په مطبوعاتو کې ډیرې خبرې کړیدي.

شمالي کوریا امریکا ته خبردارې ورکړیدی چې داسې توغندې یې جوړ کړیدی چې د امریکا د ویشتلو توان لري. امریکا ورته هم په ځواب کې د پوځي اقداماتو گواښ کړیدی.

د والسټریټ جورنال چې کله د ولسمشر ټرمپ نه وپوښته چې هغه د کیم جان اون سره خبرې کړیدې نو ټرمپ وویل چې هغه نه غواړي چې په دې هکله هیڅ خبره هم وکړي. ټرمپ وویل چې زه دا نه ویل غواړم "ما خبرې کړیدي او که مې ندي کړي. زه بیخې په دې اړه خبرې نه کول غواړم."

XS
SM
MD
LG