د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس ټرمپ ستراتیژست گوښه شو


ستیف بنن، د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جنجالي مشاورینو له ډلې څخه شمیرل کیده
ستیف بنن، د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جنجالي مشاورینو له ډلې څخه شمیرل کیده

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د جمعې په ورځ لوړپوړو امریکایي مقاماتو ته وویل چې تصمیم یې نیولی تر څو خپل لوړپوړی ستراتیژست، ستیف بنن له دندې گوښه کړي.

ښاغلی بنن، د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې له جوړیدو راهیسې د سپینې ماڼۍ تر ټولو جنجالي څیره وه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس جان کلي او ستیف بنن دواړه موافقې ته رسیدلي چې د جمعې ورځ د ښاغلي بنن وروستي کاري ورځ وي.

ښاغلی بنن د یو داسې شخص په توگه پیژندل کیده چې د ښاغلي ټرمپ سره یې سپینې ماڼۍ ته په رسیدو کې مرسته کړې ده.

د رپوټونو له مخې ښاغلی بنن د میاشتو راهیسې د نورو همکارانو سره په جنجال بوخت و چې په سپینه ماڼۍ کې زیات قدرت ترلاسه کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ښاغلي بنن له قوله لیکلي چې هغه پخپله غوښتل له دندې گوښه شي او په همدې دلیل یې ١١ ورځې مخکې جمهور رئیس ته خپله استعفا سپارلې وه.

په تیرو شاوخوا اوه میاشتو کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت اوه لوړپوړو غړو په مختلفو دلیلونو یا استعفا کړې او یا هم له وظیفې گوښه کړای شوي دي.

XS
SM
MD
LG