د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ټرمپ نن رسما خپل ټاکنیز کمپاین پیلوي


ټاکل شوېده د امریکا د امتحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ترمپ نن سه شنبه د ( جون په ۱۸ مه ) رسما ددغه هیواد په فلوریدا ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل کمپاین پیل کړي.

جمهور رئېس ټرمپ تمه لري چې ولسونه ورته د امریکا د قوي اقتصاد له امله بیا رایه ورکړي.

هغه وايي" سیاست یو لیونی ډگر دی. خو کله چې د کار موندنې او بې روزگارۍ په برخو کې داسی پرمختگ شوی وي دا به په تاریخ کې ترټولو غوره وي چې عالي اقتصاد ولرئ هغه څه چې مخکې مو هیڅ کله نه درلود، زه خو نه پوهیږم څنگه به یې بایلو"

په ورته وخت کې د امریکا د جمهور رئیس پخوانی مرستیال جو بایدن په دیموکراتانو کې تر ټول مخکښ دی او په ټرمپ کلک انتقادونه کوي.

ښاغلي بایډن وویل:" زما په اند هغه زموږ مهمو ارزښتونو ته گواښ دی. د ترمپ څلور کاله ولسمشرۍ ته به د امریکا په تاریخ کې د یوه غیر عادي حالت په توگه کتل شي. د هغه اته کاله ولسمشري به به په بنیادی ډول دا بدل کړي چی موږ د یو ملت په توگه څوک یو او په نړۍ کې موږ ته په کومه سترگه کتل کېږي."

وروستۍ ملي او ایالتي نظر پوښتنې ښي چې جو بایدن او څو نور دیموکرات کاندیدان ولسمشر ته ډیر نږدې روان دي.

ډانلډ ترمپ دا کورنۍ نظر پوښتنې رد کړې چې هغه یې په مهمو ایالتونو کې تر جو بایدن او نورو دیموکراتانو لږ شاته ښودلی دی.

نظر پوښتنې وايي په داسې حال کې چې ترمپ خپل سیاسي پلویان په پراخه توگه خوشاله ساتلي، خو که هغه غواړي چې د ۲۰۲۰کال انتخاباتو کې خپل چانس زیات کړي نو باید د خپلو ملاتړو د زیاتیدو لپاره لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG