د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د خپل کمپاین مسؤل لېري کړ


د ټرمپ د کمپاین پخوانی مسؤل یا مینجر کوري‌ لیوانډووسکي
د ټرمپ د کمپاین پخوانی مسؤل یا مینجر کوري‌ لیوانډووسکي

د امریکا د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د گوند احتمالي کاندید ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ناڅاپي د خپل انتخاباتي کمپاین مسؤل برطرفه کړ.‌

کوري‌ لیوانډووسکي یو جنجالي‌ شخص و.‌ هغه د تیرکال د جون د میاشتې راهیسې د ډونالډ‌ ټرمپ‌ د کمپاین د مسؤل په توګه کار کاوه.‌

د ډونالډ ټرمپ‌ د کمپاین ویاندې هوپ‌ هېکس د دوشنبې په ورځ وویل چې «لیوانډووسکي نور په کمپاین کې کار نه کوي.»

هېکس د لیوانډووسکي‌ د کوښښونو او کار ستاینه وکړه. د کوري‌ لیوانډووسکي‌ په ځای پال منافورټ استخدام شوی دی.‌

زیاتره سیاسي‌ مبصرینو د لیوانډووسکي‌‌ په اړه ویل چې د ډیر شمیر ژورنالستانو سره یې ښه روابط نه درلودل او د جمهوري‌ غوښتونکو د ګوند د چارواکو سره یې هم روابط ښه نه وو.

تمه ده چې ټرمپ به د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ملي کانوانسیون مخکې په خپل کمپاین کې نور تغیرات هم راولي.

ښاغلي ټرمپ دا اقدام په داسې حال کې وکړ چې د جمهوري غوښتونکو د گوند استازي بله میاشت د اوهایو د ایالت د کلیولینډ په ښار کې راغونډیږي.

په کلیولینډ کې به د ملي کانوانسیون په دوران کې جمهوري‌ غوښتونکي پریکړه کوي چې ایا په راروانو انتخاباتو کې د خپل ګوند کاندید په رسمي‌ توګه اعلان کړي.‌

که څه هم ډونالډ ټرمپ‌ د استازو د شمیر په اساس،‌ د خپل ګوند احتمالي‌ کاندید دی،‌ خو ویل کیږي‌ چې د جمهوري غوښتونکو د گوند ځیني مشران غواړي چې د ټرمپ لاره بنده کړي او د هغه په ځای یو بل څوک د ګوند کاندید شي.

ټرمپ چې یو ډیر لوی سرمایه دار دی.‌ هغه د کورونو د جوړولو کاروبار کوي او د لومړي ځل لپاره یي د امریکا سیاست ته وردانگلي دي.

ټرمپ‌ د خپل انتخاباتي کمپاین مسؤل یا منیجر د برطرفه کولو لپاره دا دلیل یې وړاندي کړی چې ورته ضد او نقیضې مشورې یې ورکولي.

XS
SM
MD
LG