د لاس رسي وړ اتصالات

ډونلډ ټرمپ بښنه وغوښته خو گوند یې په غوصه دی


د ښځو په اړه د ډونلډ ټرمپ نویو خپرو شویو خبرو د ګوند ځينې غړي او نور خلک په غوصه کړي دي
د ښځو په اړه د ډونلډ ټرمپ نویو خپرو شویو خبرو د ګوند ځينې غړي او نور خلک په غوصه کړي دي

جمهوري غوښتونکې نوماند ډونلډ ټرمپ نن سهار د ثبت شوې پیغام له لارې د هغو خبرو په اړه بښنه وغوښتله چې ده په ٢٠٠٥ کال کې د ښځو په اړه کړې وې.

ټرمپ د بښنې غوښتلو په پیغام کې وایي "ما هیڅکله نه دي ویلي چې زه بیخي بشپړ انسان (پرفېکټ) یم او ژمنه کوم چې له دې وروسته به تر دې ښه سړی شم."

ښاغلی ټرمپ زیاتوي چې د پخوانیو خبرو په راسپړلو د هغه سیاله، اغلې کلنټن هڅه کوي چې له اصلي موضوعگانو د خلکو پام واړوي.

په همدې پیغام کې ټرمپ پر سیالې کاندیدې هیلري کلنټن او د هغې پر میړه بل کلنټن هم نیوکې کړې دي. دی وایي ما خو خبرې کړې دي، بل کلنټن د ښځو سره زیاتی کړی دی، او هیلري بیا هغه ښځې گواښلي دي.

په خپاره شوي غږ کې، په ٢٠٠٥ کال کې د یوې تفریحي خپرونې تر ثبتولو وړاندې، ښاغلی ټرمپ، کوربه ته وایي چې زما ښکلې ښځې ډېرې خوښیږي، او پر هغوی هم ځکه ډېر ژر گرانیږم چې زه یو ستوری (سټار) یم، هیڅوک ما منع کولای نه شي........ او همداسي نور تفصیل ورکوي چې دی له ښځو سره څه څه او څنگه څنگه کوي......

غبرگونونه

د جمعې په ورځ چې کله د ښاغلي ټرمپ ١١ کاله پخوانۍ خبرې خپرې شوې، د ټولو سیاسي او اجتماعي ډلو سخت غبرگونونه یې راوپارول.

یو طبعي چټک کمپایني غبرگون د سیالې کاندیدې هیلري کلنټن و. هغې ټویټ وکړ چې دا کس (ټرمپ) مه پریږدی چې جمهور رئیس شي. پخپله جمهوري غوښتونکې گوند هم د ټرمپ خبرې وغندلې.

د کانگرس د استازو د خونې رئیس پال راین وویل چې دغو خبرو سخت ځورولی دی. هغه زیاته کړه چې هیله من دی چې ښاغلی ټرمپ به د خپلو کارونو له لارې ولس ته وښیي چې ددې ثبت شویو خبرو برعکس، د ښځو ډېر عزت کوي.

ښاغلي راین دا هم وویل چې ټرمپ د هغه د پلرني ایالت ویسکانسن د مني میلې ته غوښتل شوی و، خو اوس یې دی میلې ته هرکلی نه کوي.

د ډونلډ ټرمپ او هیلري کلنټن ترمنځ دوهمه تلویزیوني مناظره سبا د کیشنبې په ماښام کیږي.

XS
SM
MD
LG