د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د خپل خیریه بنسټ په جنجال کې گیر دی


ښاغلی ټرمپ غواړي خپل بنسټ بند کړي چې شخصي ګټې یې د رسمي وظیفې سره په تضاد کې واقع نشي 
ښاغلی ټرمپ غواړي خپل بنسټ بند کړي چې شخصي ګټې یې د رسمي وظیفې سره په تضاد کې واقع نشي 

د نیویارک ایالت د لوی څارنوالې ویاندې ایمي سپیټلنک ویلي دي چې د ټرمپ بنسټ همدا اوس د لوی څارنوالۍ له خوا تر پلټنو لاندې دی او دا بنسټ تر هغه نه شي منحل کیدای چې قانوني پلټنې نه وي بشپړې شوي.

ښاغلي ټرمپ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې لپاره خپل خیریه بنسټ بندوي چې د جمهور رئیس په توګه یې ګټې د رسمي وظیفې سره په تضاد کې واقع نشي.

خو کله چې د ښاغلي ټرمپ د تضادونو په اړه خبره کیږي، نو یوازي د هغه بنسټ د ستونزو د لیست په سر کې نه دی، بلکه په حقیقت کې اصلي ستونزې د هغه د ګټو تصدۍ دي چې د زیاتو لانجو اساس تشکیلوي.

له بلې خوا ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ تر هغه پورې یوه موسسه نشي منحل کولای چې هغه تر پلټنو لاندې وي.

داسې معلومیږي چې منتخب حمهور رئیس لیواله دی چې د خپل بنسټ د پای په اړه خبري وکړي. تیره شپه د ټویټر له لارې د هغه استدلال دا و چې ټولې راغونډې شوې پیسې خیریه موسسو ته ورکړل شوي دي، خو سمدستي یې زیاته کړه چې د میلیونو پیسو سل په سلو کې خیریه ټولنو ته ورکړل شوي دي.

ایمي سپیټلنک وایي "مونږ پوهیږو چې ټرمپ یو څه دروغ وايي، ځکه چې د هغه بنسټ لا پخوا منلې ده چې ځینې پیسې یې په غیر خیریه کارونو لګولې دي.".

ښاغلي ټرمپ د خپل بنسټ په پیسو خپل ستر پوسترونه او تصویرونه جوړ کړي او هغه د خپل بنسټ له پیسو څخه په گټې اخیستو سره د خپلې انتخاباتي مبارزې په اعانو لگولي دي. هغه همداراز د بنسټ له پیسو نه له محافظه کارو سیاسي موسسو سره د مرسته کولو لپاره استقاده کړې ده چې خپل ملاتړي پیاوړي کړي.

د نیویارک ایالت د لوی څارنوالې ویاندې په وینا کله چې ښاغلي ټرمپ تیره شپه "غورې وکړې چې د بنسټ له خوا راټولې کړای شوې پیسې یې سل په سلو کې خیریه موسسو ته تللې دي، نو دا د منتخب جمهور رئیس لا ښکاره دروغ وو".

XS
SM
MD
LG