په تونس کی اسلامی اعتدال غوښتوکی ګوند -- چی په پرونیو انتخاباتو کی یی د بریا ادعا کړی ویلی ځینی اقدامات یی کړی چی یو ایتلافی حکومت جوړ کړی.
د انتخاباتو رسمی نتایج به نن ناوخته اعلان سی. خو لومړنی نتایج ښیی چی د النهضة ګوند نږدی څلویښت فیصده رایی وړی دی. اټکلونه دا هم وایی چی کیدای سی د دغه ګوند رایی ۵۰ فیصدو ته ورسیږی.
دغه ګوند وایی چی تیار دی چی د ترکیی د دموکراسی ماډل تعقیب کړی. په ترکی کی هم حاکم ګوند یو اسلامی ګوند دی.
پرون رایی ورکوونکو په تونس کی د دووسوو اوه لس کیسزی شورا لپاره کاندایدانو ته رایی ورکړی. دغه شورا به یو موقتی حکومت جوړ کړی او هغه به بیا د نوی اساسی قانون سود جوړه کړی.
د تونس د انتخاباتی چارو کمیسیون وایی چی څلور اعشاره یو میلیون خلګ د رایو ورکولو مستحق وه چی ۹۰ فیصدو نه یی زیاتو په انتخاباتو کی برخه اخیستی.