د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې لومړی وزیر چین ته د خبرو دپاره تللی


د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوګان چین ته رسیدلی او هلته به د چین د لوړ پوړو چارواکو سره د لا نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو پر سر خبري وکړي. دا په ۲۷ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د ترکیې لومړی وزیر چین ته سفر کوي. هغه ته د بیجینګ په هوايي ډګر کې رسم تعظیم او د سرو غالیوو ښه راغلاست وویل شو. ټاکل شوې چې لومړی وزیر اوردګان به د چین د ولسمشر هوجینتا، لومړي وزیر وین جاوبا او د ولسمشر مرستیال زي جین پینګ سره وګوري.

د ترکیې د انرژۍ د چارو وزیر تانیر یلدیز وايي چې حکومت به د لومړي وزیر اردوګان په دې سفر کې دا پریکړه وکړي چې آیا چین ته به بلنه ورکړل شي چې د تورې بحیرې په ساحلي برخه کې د اټمي برېښنا بټۍ جوړه کړي کنه. ټاکل شوې چې دواړې خواووې به په دې لیدو کاتو کې د یادشوي اټمي بټۍ په هکله خپلې خبرې نهايي کړي.

بیجیګ ته د سفر نه مخکي ښاغلي اردوګان پرون د یکشنبې په ورځ د یو ۳۰۰ کسیز تجارتي پلاوي په مشري د زینګ یانګ د سیمې نه هم لیدنه وکړه.

لومړی وزیر اردوګان به په شانګای کې خپلو لیدو کاتو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG