د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې لسګونه افغانان په ډله ایز ډول افغانستان ته ستانه کړي


د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د ترکیې څخه د شړل شوو افغانانو په ډله کې په زیات شمیر ماشومان هم شامل وو
د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې د ترکیې څخه د شړل شوو افغانانو په ډله کې په زیات شمیر ماشومان هم شامل وو

ترکیې نن هغه په لسګونو افغانان چې په غیرقانوني توګه یې غوښتل د دغه هیواد له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي بیرته افغانستان راستانه کړي دي.

د کابل په هوایي ډګر کې چارواکي وایي ترکیې نن د افغانستان د ملي هوایي کرښې آریانا په یوه الوتنه کې له استانبول څخه کابل ته راستانه کړي دي.

د کابل د هوایي ډګر د پولیسو قوماندان جنرال حق نواز امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په دغو ۱۸۱ راستانه شویو کسانو کې د پاکستان اوسیدونکي هم شته دي.

جنرال حق نواز وویل " هغه چې افغانان دي، هغوی خپلې خاورې ته به داخلیږي او هغوی چې د ګاونډي هیواد دي او ځانونه یې افغانان معرفي کړي بیرته به ترکیې ته ورستانه کړي ".

د کابل په هوایي ډګر کې یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د پلټنو په وخت په ۱۸۱ نننیو راستانه شویو کسانو کې شپږ د پاکستان اوسیدونکي شامل وو چې افغان حکومت به یې ژر بیرته ترکیې ته ورستانه کړي.

د ترکیې څخه د راشړل شویو افغانانو په دغه لویه ډله کې اکثریت یې ځوانان وو، خو په کم عمر زیات هلکان هم په کې شامل وو.

په دغه ډله کې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ څخه یو اته کلن ماشوم چې خبرې یې هم نه شوې کولای هم شامل وو.

یو شمیر راستانه شویو امریکا غږ ته وویل چې د تیرو دریو میاشتو راهیسې د ترکیې په زندان کې پراته وو او بیا وروسته په استانبول کې د افغانستان د سفارت په مرسته د دوی د خوښې پر خلاف خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د بلخ ولایت یو اوسیدونکي محمد لطیف امریکا سره په خبرو کې وویل چې نیت یې درلود چې کوم اروپایي هیواد ته لاړ شي خو په ترکیه کې پولیسو ونیو او هغه افغان قاچاقبر چې د کابل څخه د اروپایي هیواد پورې د رسولو لپاره یې ورڅخه څلور زره امریکایي ډالر اخیستي وو، د پولیسو له خوا دده د نیولو وروسته ځان پټ کړی دی.

محمد لطیف وویل "درې میاشتې په بند کې وم، سم خواړه یې نه راکول وهل ټکول هم په کې وو، څلور ځله یې راڅخه پلټنې وکړې بیا د افغانستان د سفارت دیپلومات راغی زموږ نومونه ولیکل او بله ورځ یې بیا راته وویل چې پاسئ چې افغانستان ته مو استوو ".

دغو راستانه شویو مسافرو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت هم په دې انتقاد کاوه چې ورسره مالي مرسته نه کوي او دوی چې څه لرل قاچاقبرانو ورڅخه اخیستي دي.

خو د کابل په هوایي ډګر کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت استازی وایي چې دوی د هغو افغانانو سره چې په زور له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته راشړل کیږي او افغان حکومت ورسره کوم تړون نه لري مرسته نه شي کولای.

ددغه وزارت استازی محمد سمیع ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې دا وزارت دغسې راستانه شویو افغانانو ته یوازې حقوقي مشورې ورکوي.

د افغانستان د کډوالو او راستانه شوو چارو وزارت وایي د روان کال په لسو میاشتو کې د بهرنیو هیوادونو څخه په زور د راستوونکو افغانانو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

دا وزارت وایي چې سږکال د تیرکال په نسبت تر ۸۰ فیصدو پورې د هغو افغانانو شمیر راکم شوی چې دمخه لودیځو هیوادونو د هغوی د رضا پرته افغانستان ته راشړل.

اروپا ته د افغانانو ورماتیدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار دفتر یو چارواکی وایي چې د دوی د روان عیسوي کال د لومړیو نهو میاشتو شمیرنې ښیي چې د نړۍ ۴۴ هیوادونو کې د ټولو پناه غوښتونکو ۱۹ فیصده افغانان دي.

د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد امریکا غږ ته وویل چې د سږکال په لومړیو نهو میاشتو کې په پرمختللو لودیځو هیوادونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې شمیر د تیرکال د همدې مودې په نسبت درې چنده زیات شوی دی.

ښاغلي فرهاد وویل " کولای شو چې ووایو چې په ۲۰۱۵ کال کې مونږ د درې سوو فیصدو زیاتوالي شاهدان یو".

هغه وویل چې سږکال په لومړیو نهه میاشتو کې د ۱۲۴۰۰۰ پورې افغانانو په دغو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې د تیرکال په همدې مودې کې د ۳۰۰۰۰ څخه زیات افغانانو په همدغو هیوادونو کې د پناه غوښتې وه.

ملګري ملتونه د افغانستان څخه پرمختللو لودیځو هیوادونو ته د افغانانو د تګ په بهیر کې د زیاتوالي په عواملو کې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ اقتصادي ستونزې او بې کاري هم د عمده عواملو په توګه یادوي او وایي ددغو غیر قانوني کډوالو زیات شمیر یې ځوانان دي.

XS
SM
MD
LG