د ترکیې حکومت د یو نوي فرمان په خپرولو سره ۱۸۰۰۰ کارکوونکي، چې سم نیمايي یې پولیس افسران دي، له دندو وشړل.
په لېرې کړل شویو کسانو کې ۵۰۰۰ نظامي پرسونل او ۱۹۹ استادان او عالمان هم شامل دي. په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولاۍ په میاشت کې له ناکامې نظامي کودتا ورسته اضطراري حالت دی.
د ترکیې ولسمشر د یکشنبې د ورځې (جولاۍ ۸) د فرمان تر اعلان مخکې، د یو لړ نورو فرمانونو په واسطه ۱۰۰زره نور حکومتي کارکوونکي هم له دندو لېرې کړي دي.
تمه ده چې په ترکیه کې به اضطراري حالت په همدغې میاشت ختم شي. ولسمشر اردوغان په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د دغه حالت د ختمولو ژمنه کړې وه.
د ۲۰۱۸ کال د جون د ۲۴ د پارلماني او جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د ولسمشر اردوغان واکونه مخ پر زیاتېدو دي. دغلته د صدر اعظمۍ څوکۍ ختمه شوه او اوس کابینه په مستقیم ډول ولسمشر ته راپور ورکوي.
سبا دوشنبه (جولاۍ۹) به ولمسشر اردوغان لوړه کوي او په رسمي ډول به په ترکیه کې ریاستي نظام پیلیږي. د ولسمشر منتقدین هغه له حالت څخه په ناوړه ګټې اخیستلو تورنوي خو ښاغلی اردوغان او پلویان یې دا خبره ردوي.
ځینې په دې باور دي چې د ترکیې حکومت له اروپايي ټولنې سره د ښو اړیکو د پاللو او لرلو په خاطر اضطراري حالت ختموي. اروپايي ټولنې د ترکیې پر حکومت کلک انتقادونه وکړل چې د اضطراري حالت په نامه یې خپل مخالفان سخت وځپل.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې ولسمشر اردوغان بله اونۍ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره هم وویني.