د لاس رسي وړ اتصالات

د اردغان ګوند د استانبول د ټاکنو پر پایلو اعتراض کړی


واکن ګوند وايي که د استانبول رایې بیا وشمېرل شي، ښايي نتایج بدل شي
واکن ګوند وايي که د استانبول رایې بیا وشمېرل شي، ښايي نتایج بدل شي

په ترکیه کې د رجب طیب اردغان په مشرۍ واکمن ګوند د استانبول د ټاکنو پر پایلو اعتراض کړی دی.

واکمن ګوند، عدالت او پراختیا، په دغه ښار کې سیمه ایزې ټاکنې مخالف ګوند ته بایللې دي، که څه هم د ترکیې په نورو ښارونو کې یې ټاکنې ګټلې دي.

د اردغان د ګوند یو استازي بایرم شنوچک د سه شنبې په ورځ (اپریل۲) خبریالانو ته وویل چې دوی د استانبول د ښار د ۳۹ ولسوالیو د ټاکنو پر پایلو اعتراض کړی دی او د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه یې کړې ده.

د عدالت او پراختیا ګوند باور لري چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او د رایو په بیا شمېرلو به نتایج بدل شي. دوی همدغه راز ۳۱۹۵۷۸ باطلو شویو رایو د بیا ارزولو غوښتنه هم کړې ده.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د استانبول ښاروالۍ ته د مخالف ګوند کاندید اکرام امامګلو انقرې ته تللی او هلته یې د مصطفی کمال اتاترک څلي ته درناوی او خپلو پلویانو ته یې وینا کړې ده. اتاترک د ترک د ملت پلار بلل کیږي.

د اعلان شویو نتایجو په اساس امامګلو ۴۸.۸ سلنه او د واکمن ګوند غړي بنعلي یلدیمیر ۴۸.۵ سلنه رایې ګټلي دي. دغه ماتې په تېرو څو کلونو کې د اردغان د ګوند تر ټولو لویه ماتې بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG