د لاس رسي وړ اتصالات

په استانبول کې د ښارولۍ انتخابات ترسره شوو


د استانبول د ښاروالۍ انتخابات د یکشنبې په ورځ (جون۲۳) شوي دي.

رایه اچول د یکشنبې په ورځ (جون۲۳) د سهار په اته بجو شروع شوي او د 'خلکو د جمهوریت ګوند' کاندید اکرام امام اغلو پدې تمه دی چې د دری میاشتو مخکنۍ ادعا په څیر بیا خپله بریا اعلان کړي.

داسې تمه کیږي چې ددی انتخاباتو نتیجه به نن ناوخته اعلان شي.

دا ټاکنې یو ځل د تیری مارچ میاشتې په یودیرشمه شوې وې چې امام اغلو پکې د جمهور رئیس طیب اردوغان د 'عدالت او پرمختګ ګوند' کاندید ته ماتې ورکړې وه، خو هغه وخت حکومت او د انتخاباتو کمیسیون نتایج رد او ونه منل.

د ترکیې د انتخاباتو کمیسیون د رایو شمیرنې د پیل سره وویل هغه رایې به هم تاید شي چې د تصدیق متناقصه ټاپه ولري.

داسیې تمه کیږي چې ددی انتخاباتو نتیجه به نن ناوخته اعلان شي.
داسیې تمه کیږي چې ددی انتخاباتو نتیجه به نن ناوخته اعلان شي.

د ترکیې د دواړو مخکښه ګوندونو چې د استانبول ښاروالۍ ته یي کاندیدان سیالۍ ته وتلي، د کمیسیون نه د متناقصه رایو د حسابولو غوښتنه کړې وه. دواړو ګوندونو وویل د رایو شمیرلو مرکزونو ته د رایود پاڼو ځنې داسی صندقونه رسیدلي چې د تیرو انتخاباتو رسمي ټاپې پری لګیدلي، یا هیڅ ټاپه شوي ندي او یا د اړتیا زیات ټاپه شوي دي.

که د اپوزیسیون کاندید امام اغلو دا ټاکنې وګټي، دا به په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې لمړنی ښاروال وي چې د جمهور رئیس اردوغان د ګوند غړیتوب نلري.

د اردوغان د ګوند غړی د نونلس نوېیمې لسیزې د پیل راهیسې د استانبول ښاروال و.

XS
SM
MD
LG