د لاس رسي وړ اتصالات

مخالفو ترکي گوندونو د اردوغان سره ائتلاف رد کړ


د ترکیې د اساسي قانون له مخې د ټولو وکیلانو له لوړې څخه وروسته، گوندونه ۴٥ ورځې وخت لري چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیل کړي.
د ترکیې د اساسي قانون له مخې د ټولو وکیلانو له لوړې څخه وروسته، گوندونه ۴٥ ورځې وخت لري چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیل کړي.

د ترکیې اوږدمهاله واکمن گوند په پارلماني انتخاباتو کې ډیرې څوکۍ له لاسه ورکړې او دې ته مجبور شو چې د راتلونکې حکومت د جوړولو لپاره د ایتلاف په لټه کې شي.

د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان واکمن گوند د یکشنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې په سلو کې ۴١ رایې ترلاسه کړې. د ترکیې پارلمان ٥٥٠ څوکۍ لري چې د ښاغلي اردوغان د عدالت او پرمختیا گوند په کې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره ١٨ نورو څوکیو ته اړتیا لري او په دې توگه مجبور دی چې د راتلونکې حکومت د جوړولو لپاره د ایتلاف په لټه کې شي.

د انتخاباتو نتیجه د ښاغلي اردوغان د راتلونکو اهدافو لپاره یوه سخته ضربه گڼل کیږي چې غوښتل یې د ترکیې دیموکراسۍ ته داسې بدلون ورکړي چې په کې جمهور رئیس د حکومت په اکثرو کارونو باندې کنترول ولري.

له بلې خوا د اردوغان د گوند ملگري د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو د دوشنبې په ورځ د کابینې غونډه جوړه کړه چې په څرگنده یې هدف په واک باندې د عدالت او پرمختیا د گوند پاتې کیدل دي که دا کار د مذاکراتو میز ته د بې میله مخالفینو په رابللو سره وي او که په یو داسې پارلمان کې په ځانته ځان په واکمن کیدو سره وي چیرته چې د عدالت او پرمختیا گوند د دریو غښتلو مخالفینو له خوا په پارلمان کې د اکثریت د ترلاسه کولو څخه محروم شوی دی.

په پارلمان کې د اکثریت په ترلاسه کولو کې د عدالت او پرمختیا د گوند پاتې راتگ امکان لري چې د ښاغلي اردوغان په هغه لوړ خیال اثر واچوي چې غواړي ترکیه یو سیمه ییز ځواک شي.

همداشان دغه نتایج د کردانو سره د سولې د دوه کلنو هڅو د بهیر په هکله هم شک او تردید رامنځ ته کوي چې ښاغلي اردوغان د څو لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره چې په لسگونو زره کسان په کې تلف شوي، پیل کړې وې.

د ترکیې د اساسي قانون له مخې کله چې ټولو وکیلانو لوړه وکړه، نو ټول گوندونه ۴٥ ورځې وخت لري چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیل کړي. خو څیړونکي وایي چې د ښاغلي اردوغان تکتیکونه دا کار کم رنگه کوي.

د خلق جمهوري گوند، د ملي جنبش گوند او د خلق دموکراتیک گوند چې د کردانو پلوي دی درې واړو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عدالت او پرمختیا په مشرۍ به د حکومت څخه ملاتړ ونه کړي. یو شمیر خلک وایي چې دا وضعیت ښایي د بیا ځلي انتخاباتو د ترسره کیدو سبب شي.

خو د ترکیې د صدراعظم مرستیال نعمان کورتولمش د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هغه گوند - عدالت او پرمختیا - مطمین دی چې د دریو مطرحو سیاسي گوندونو له ډلې څخه د یو گوند سره به ایتلاف وکړي. هغه د بیا انتخاباتو د ترسره کیدو مفکوره "له احتمال څخه لېرې" او "باور نه کیدونکې" وگڼله.

د ترکیې د تیر پارلمان په پرتله یو لوی بدلون د خلق د دموکراتیک گوند پرمختگ دی چې دا گوند یو لیبرال او سوسیالیست ځواک دی چې ریښې یې د ترکیې په جنوب ختیځ کې کردي ملتپالنې ته رسیږي. دې گوند څه دپاسه ١٢ فیصده رای گټلې دي چې په دې توگه د لس فیصدو له سرحد څخه اوښتي دی چې په پارلمان کې د سیمه ییزو او افراطي گوندنو د گډون د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوی دی. خو ددې گوند مشر ویلي دي چې د اوسني حکومت د پاتې کیدو نیت نه لري.

د خلق جمهوري غوښتونکي گوند چې د پارلمان ١٣٢ څوکۍ یې ترلاسه کړي د حکومت د نورو مخالفو گوندونو سره د ایتلاف غوښونکی شوی چې د عدالت او پرمختیا گوند له واک څخه لېرې کړي. خو داسې یو ایتلاف باید د ملتپالو محافظه کارانو په موافقه وشي، کوم کار چې ډیر ستونزمن ښکاري.

په دې توگه ملتپالونکي د ١٦ فیصدو رائیو په گټلو او د ٨٠ څوکیو په ترلاسه کولو سره د ایدیالوژۍ له کبله د عدالت او پرمختیا گوند ته نژدې دی. خو ددې گودن مشر هم ویلي دي چې د ترکیې رایی ورکوونکي د د اردوغان د حکومت گوښه کیدل غواړي که څه هم چې دا کار بیا ځلي انتخاباتو ته وغزیږي.

XS
SM
MD
LG