د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې ځانمرګه برید شوی


د ترکیې مطبوعات وايي چې د یوه مشکوک ځانمرګه برید په لړ کې چې نن د جمعې په ورځ د پولیسو د یوه ماموریت مخې ته شوی دی، لږ تر لږه د پولیسو یو افسر وژل شوی او شل کسه نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ادریس نعیم ساحین وايي چې دوو مشکوکو کسانو خپل موټر د یوې امنیتي پوستې نه په بیړه تیر کړ او وروسته یې انفجار ورته ورکړ. دغه پېښه د کیسیري د مرکزي ولایت د پیناربسي په ښارګوټي کې وشوه. ښاغلي ساحین وویل چې پولیسو د برید کونکو موټر د کهرمان مراس په ولایت کې هم لیدلي وو او ډزي یې پرې کړي وې خو برید کونکو د امنیتي ځواکونو خبرداری د پامه و غورځاوه او د پینار بسي د پولیسو د ماموریت مخې ته یې په ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړه.

ښاغلي ساحین ویلي وو چې په پېښه کې دوه تنه د پولیسو افسران وژل شوي دي خو وروسته یې وویل چې ډاکټرانو یو افسر ژغورلی دی.

په چاودنه کې دواړه برید کونکي وژل شوي دي.

تراوسه پوري چې د دې بریدونه پړه په غاړه نه ده اخسیتې. خو ښاغلی ساحین داسي علایم څرګند کړل چې ګوني کوردي یاغیان ښايي د دې برید تر شا لاس ولري.

XS
SM
MD
LG