د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیې کې چاودنو ۴۰ کسه وژلي


د سوریې سرحد ته نژدې د ترکیې په یوه ښارگوټي کي ددوو موټر بمونو په چاودنو کي لږترلږه ۴٠کسه وژل شوي او څه د پاسه١٠٠تنه زخمي شوي دي. د سوریې لوړپوړی چارواکي ددې چاودنو مسئولیت د سوریې په حکومت باندي اچوي.


د ترکیې د کورنیو چارو وزیر( معمر گولیر) وایي چي د موټر بمونودوې چاودني پرون د شنبې په ورځ د سوریې د سرحدي تاڼې نه فقط څو کیلومتره لیري د ( ریحان لي) په ښارگوټي کي وشوې. دغو چاودنو نژدې ودانۍ ونړولې او امبولانسونو په ډیري چټکۍ سره د چاودنو ځاي ته ځانونه ورسول چي د لسگونو زخمیانو علاج وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر( احمد داوتوغلو) چي جرمني ته په سفر تللی په دې هکله سخت عکس العمل وښود. هغه داسي وویل:« دا یوه لویه پارونه ده او هیڅوک باید دا کوشش ونه کړي چي د ترکیې قوت وآزمویي او زموږ امنیتي قواوي به ټول ضروري اقدامات وکړي.»

ترکیه چي د سوریې د مخالفینو کلک ملاتړ کوي، دمشق په دې ملامتوي چي د فبروري په میاشت کي یې هم د دواړو هیوادونو په یوه سرحدي تاڼه کي په یوه کوچني بس موټر کي د بم چاودنه کړې وه چي ١۴ کسه یې ووژل، مگر دا تور د سوریې حکومت رد کړی دی.
XS
SM
MD
LG