د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پخوانی لوی درستیز د کودتاه په تور ونیول شو


د ترکیې پخوانی لوی درستیز د کودتاه په تور ونیول شو
د ترکیې پخوانی لوی درستیز د کودتاه په تور ونیول شو

د ترکېې د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال عکر باسوگ د ترکیې د موجوده حکومت په خلاف په ېوه ناکام سازش کې دلاس درلودلو په تور نیول شوی دی.

وېل کیږي چې متقاعد جنرال عکر هم د کودتاچیانو په هغې ډلې کې شامل و چې غوښتل ېې د صدراعظم رجب اردوان په مشرۍ د ترکېې اوسنی حکومت رانسکور کړي.

د جنرال عکر مدافع وکیل دهغه نیول کیدل تصدېق کړل او خبرېالانو ته ېي ووېل چې حکومتي چارواکو نوموړی د ترهګرۍ په تور نېولی دی.

د ترکېې ېوه څارنوال د جنرال عکر د گرفتارۍ غوښتنه کړې وه چې بالاخره پرون ناوخته پولېسو ونېوی. څارنوالان واېي چې دحکومت مخالفې ډلې دانټرنېټ په وسیله د ښاغلي اردوان د حکومت د راچپه کولو لپاره هلې ځلې پېل کړې وې چې په دغه ډله کې جنرال عکر هم شامل و.

کله چې پرون پولیسو نېوه نو دهغه ملاتړ کوونو او ژورنالستانو ېې سیل کاوه. په روانه اونۍ کې مدعي العمومانو په ناکام سازش کې دلاس درلودلو په اړه ددغه متقاعد جنرال نه یو لړ پوښتنې هم وکړې.

دترکېي پوليسو وړم کال ددغه سازش د رسوا کیدو نه وروسته تر اوسه پوري 300 کسان نېولي دي چې ېو شمېر خبریالان، دپوهنتون استادان او سیاستمداران په کې شامل دي. وېل کېږي چې ټول ېې د ترکېې د سېکولرانو او دپوځ دڅو پخوانیو افسرانو د ډلې غړي وو.

XS
SM
MD
LG