د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر په ترکیه کې پرانیستل کیږي


د دغه هوايي ډګر پر جوړولو لسګونه میلیارد ډالر لګول شوي
د دغه هوايي ډګر پر جوړولو لسګونه میلیارد ډالر لګول شوي

نن دوشنبه به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د استانبول نوی هوايي ډګر پرانیزي.

دا د نړۍ تر ټولو لوی او ستر هوايي ډګر بلل کیږي. د ترکیې حکومت هڅه کوله چې باید دا هوايي ډګر په خپلې ټاکلي نیټې پرانیستل شي.

دا هوايي ډګر شاوخوا ۷۷ کیلو متر مربع دی. دا د امریکا د اتلانتا هوايي ډګر څخه دوه برابره لوی دی. د اتلانتا هوايي ډګر تر دا مهال د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر بلل کېده.

د ترکیې له دغه هوايي ډګر څخه به نن دوشنبه (اکتوبر۲۹) پروازونه پیل شي، دا ورځ د ترکیې د جمهوري نظام ۹۵ کلیزه هم ده.

اسوشیتډپرس وايي له دغه هوايي ډګر څخه په لومړيو ورځو کې به یوازې د لنډو فاصلو پروازونه کیږي چې وروسته به یې بیا مهالوېش او پروازونه بدلیږي.

ټاکل شوې چې د دغه کال په پای کې به دا هوايي ډګر د اتاترک د نړیوال هوايي ډګر ځای ونیسي او د اتاترک د هوايي ډګر ټول کارونه به دغه نوي میدان ته انتقال شي.

د ترکي رسنیو د راپورو په اساس پنځو ترکي شرکتونو په ۲۰۱۳ کال کې د دغه هوايي میدان د جوړولو کار پیل کړ چې ۳۶۰۰۰ کارکوونکو په کې برخه لرله. لا دقیقه معلومه نه د چې څومره لګښت پرې راغلی دی.

د ترکي چارواکو د اټکل له مخې به له دغه هوايي ډګر نه د کال شاوخوا ۹۰ میلیونه مساپر تګ او راتګ کوي خو تر لسو کلونو پورې به دا شمېره د کال ۲۰۰ میلیونو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG