د لاس رسي وړ اتصالات

ترکې د اسرائیلو سفیر د انقرې نه ایستلې دی


ترکې د اسرائیلو سفیر د انقرې نه ایستلې دی
ترکې د اسرائیلو سفیر د انقرې نه ایستلې دی

ترکې د ملک د پایتخت انقرې نه د اسرائیلو سفیر وروسته تر هغه وویست چې ملګرو ملتونو د هغو نهو ترکي اتباعو د وژلو په اړه د رپوټ جزیات خپاره کړل چې د اسرائيلي امنیتي قواوو لخوا تیر کال پدې خاطر ووژل شول چې هڅه یې کوله د غزې محاصره ماته کړي.

د اسرائیلو د کومانډوګانو لخوا د دغو نهو تنو ترکي اتباعو د وژلو له وجې نږدې وه چې د دواړو هیوادونو تر منځ چې یو وخت نږدي ملګري ؤ، په بشپړه توګه وشلیږي.

د ترکې د بهرنیو چارو وزیر احمت داوت اوغلو په یوې لنډې بیانیې کې چې مطبوعاتو ته یې لیږلې ده، د انقرې نه یې د اسرایلو د سفیر د شړلو او همدارنګه د هغه ملک سره د ټولو پوځي قراردادونو ځنډول اعلان کړیدي.

" دی وایي چې ترکیه د اسرایلو سره خپلې اړیکې د دویم سکرتر تر کچې پورې راټیټوي او د اسریلو د سفیر نه توقع لري چې د چارشنبې تر ورځې پورې ووځي. "

ترکې دا پریکړه وروسته تر هغه وکړه چې ملګرو ملتونو د هغو نهو ترکي اتباعو د وژلو په اړه د رپوټ جزیات خپاره کړل چې د اسرائيلي امنیتي قواوو لخوا تیر کال پدې خاطر ووژل شول چې هڅه یې کوله د اسرایلو لخوا په غزې باندې اقتصادي محاصره ماته کړي.

د ملګرو ملتونو دغه رپوټ به په رسمي ډول د جمعې په ورځ خپور شي او تر همدغې نیټې پورې ترکې اسرایلو ته مهلت ورکړیدی چې د هغوي نه بښنه وغواړي او هم دې د هغو کسانو کورنیو ته خساره ورکړي چې د اسرایلو د کمانډګانو لخوا وژل شویدي.

د ترکې د بهرنیو چارو وزیر داوت اوغلو یو ځل بیا وایي چې د اسریلو په حکومت کې د اختلافونو له وجې اسرائیل پدې کې پاتې راغلل چې د ترکې شرطونه ومني.

" دی وایي چې د ترکې چارواکو څلور ځله د اسرائیلو د چاوراکو سره وکتل او دوه ځلې داسې موافقې ته سره ورسیدل چې د اسرایلو صدر اعظم هم منلي ؤ خو د اسرائیلو کابینې ورسره ونه منل. "

ښاغلي اوغلو همدارنګه وویل چې د ترکې حکومت به د اسرائیلو د کومانډوګانو لخوا د وژل شویو ترکانو د کورنیو د غړو سره هر ډول مرستې چې هغوي یې غواړي ، وبه یې کړي تر څو د اسرایلو د پوځ او حکومت د هغو غړو نه تحقیقات وشي چې د دغو کسانو په وژلو کې یې لاس درلود. د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شویدي چې د اسرایلو پدې عملیاتو کې د بیخې زیاتې قوې نه کار اخیستل شوی ؤ. په رپوټ کې همدارنګه ویل شویدي چې ځیني وژل شوي کسان د څټ لخوا د نږدې فاصلې نه ویشتل شوي او وژل شویدي.

د ترکې ولسمشر عبدالله ګل هم د ملګرو ملتونو دغه رپوټ په سختو ټکو غندلی دی.

" دی وایي چې د ترکې لپاره دا ډول کوم رپوټ بیخي شتون نلري او خبرداری یې ورکړ چې ترکیه په سیمې کې تر ټولو د زیات قدرت لرونکی هیواد دی او نه یوازې دا چې د خپل حق بلکه د ټولو هغو کسانو د حق ساتنه کوي چې ضرورت لري. او دا یې هم وویل چې نړیواله ټولنه باید چې پدې باندې خبره وي. "

کارپوهان وایي پداسې حال کې چې په سوریې کې روان بحران ورځ تر بلې پسې زیاتیږي، د دې احتمال شته چې د دغه ملک د دوه قوي ګاونډیو هیوادونو یانې ترکې او اسرایلو تر منځ هم وضع خړه پړه شي.

XS
SM
MD
LG